‏د هېواد وروستی ولايت «پنجشير» هم په بشپړه توګه تصفيه شو

عزم (دوشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۰): د هېواد وروستی ولايت هم په بشپړه توګه له نامسؤله مليشو تصفيه او د اسلامي امارت تر واک لاندې راغی.
اسلامي امارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پنجشير نيول تأييد کړي او ويلي يې دي: د مزدور دښمن وروستۍ ځاله «پنجشير» هم په بشپړ ډول فتحه شو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي: د لوی الله جل جلاله په نصرت او زموږ د ولس په ملاتړ په هېواد کې د بشپړ امنيت په لور وروستۍ هڅې هم نتيجه ورکړه او د پنجشير ولايت په کامل ډول د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغی. په ياد ولايت کې د شرير بانډ متصديان او ياغيان ځينې وځپل شول او باقي نور يې وتښتېدل او د پنجشير مظلوم او باعزته ولس يې له شر څخه خلاص شو.
همداراز اسلامي امارت په خبرپاڼه کې د پنجشير خلکو ته ډاډ ورکړی چې له هغوی سره به هيڅ ډول توپيري چلند نه کيږي: د پنجشير خلک هم زموږ وروڼه دي، د يو هېواد او يو هدف لپاره به مشترک خدمت کوو.
د خبر پاڼې پای کې ويل شوي: په دغې فتحې او آخيري هڅې سره هېواد په بشپړ ډول له جنګ جګړو څخه راووت او هېوادوال به مو نور د آزادۍ، خپلواکۍ او آبادۍ په فضا کې آرام او سوکاله ژوند ولري، ان شاء الله!
د پنجشير په اوسنيو جګړو کې اسلامي امارت څو څو ځله د احمد مسعود اړوند مليشو ته د تسليمي او جګړې بندولو فرصت ورکړ، خو د هغوی له مکرر غدر او خيانت وروسته طالبانو پرېکنده جګړه پرې پيل کړه، ويل کيږي د احمد مسعود او امر الله صالح په شمول يو شمېر غټان تښتېدلي او پاتې نور څه ځپل شوي او بې وسلې شوي دي.
ياده دې وي چې پر پخواني ولسمشر «دواد خان» تر کودتا راوروسته، دا لومړی ځل دی چې ټول هېواد د يو نظام تر ولکې لاندې راغی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button