هېواد ورځپاڼه: د شهزاده سرای وروسته به نور کاروبارونه هم پیل شي

عزم(دوشنبه، ۱۵وږی، ۱۴۰۰ل): هېواد ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د شهزاده سرای په پرانیستل کېدو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: دغه سرای د شنبې په ورځ پرانیستل شو او تمه ده چې نور کاروبارونه به هم پیل شي.

«په افغانستان کې له نږدې شلو ورځو را هيسې د پيسو د راکړې ورکړې ستر مرکز [شهزاده سرای] شنبه پرانيستل شو، د دغه مرکز د پرانيستې لپاره ډېرې هڅې وشوې او نه يوازې يې ولس تود هرکلی وکړ، بلکې صرافانو او په تېره بيا سوداګرو هم خپل کارونه له سره پيل کړل. همدا رنګه بانکونو هم خپل کارونه پيل کړي او د پيرودونکو پر مخ پرانيستل شوي دي، خو ګڼه ګوڼه سخته زياته شوې او د نوي نظام په راتګ سره پيرودونکي او هغوی چې پيسې يې له بانکونو سره دي، په دې هڅو کې دي، چې خپلې پيسې را وباسي او تر لاسه يې کړي.»

د سرلیکنې له مخې، د افغانستان بانک ژمنه کړې چې په مالي او بانکي برخو کې به هېوادوالو ته نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي. «د کابل شهزاده سرای پرانيسته هم په دې مانا ده، چې له بهره پيسې را حواله او له افغانستانه بهر ته ولېږدول شي، دغه سرای د دې حوالو لپاره ستر بنسټ دی، د افغانستان بانک وايي، چې شهزاده سرای د پرانيستې لپاره دغه پرېکړه د افغانستان بانک او د صرافانو رهبرۍ تر منځ په ګډه غونډه کې شوې ده. په دې غونډه کې د افغانستان بانک ژمنه کړې، چې په مالي او بانکي برخو کې به هېوادوالو ته لازمې آسانتياوې برابروي.»

ورځپاڼې لیکلي: د افغانستان بانک ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې امانتونه یې له دوی سره خوندي دي او په دې برخه کې ستونزه نه‌شته.

«د افغانستان بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې امانتونه يې له دوی سره خوندي دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته. په مرکز او ولايتونو کې د سوداګريزو بانکونو فعاليتونه پيل شوي او د جوړې شوې کړنلارې پر آساس به بانکي فعاليتونه دوام وکړي. دغه کړنلاره به تلپاتې نه وي، بلکې ډېر ژر به د بانکونو عادي فعاليتونه بېرته پيل شي. موږ د دغه اقدام هرکلی کوو، هيله ده، چې پيرودونکي له دې اړخه ډاډمن شي، ځکه د دوی شتمنۍ او پيسې په بانکونو کې دي، دوی کار او بار راکړې ورکړې ته اړتيا لري او د افغانستان پرمختيايي پلانونه هم بايد خپل کارونه دوامداره وساتي او دا پر پيسو او پانګو پورې اړه لري، چې بايد لاسرسی ورته ومومي. »

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: