ننګرهار کې د کوثر اوبه بڼ پرانیستل شو

عزم(دوشنبه، ۱۵وږی، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، په لومړي ځل په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري د کوثر اوبه بڼ جوړ شوی او پرانیسته یې وشوه.

د ننګرهار د ښاروالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه حوض ۶۰۰سوه زره امریکايي ډالر لګښت شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، یاد حوض د یوه ځايي پانګه‌وال جاوېد ابراهیم‌خېل له لوري د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی دی.

د ابراهیم‌خېل په خبره، له دې حوض څخه یې موخه خلکو ته د کاري زمینې سربېره د تفرېح برابرول هم دي.

نوموړي له افغان سوداګرو وغوښتل چې په بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې پرځای دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او هم یې له حکومت غوښتي چې د پانګه‌والو د امنیت د خوندیتوب برخه کې دې ځانګړې پاملرنه وکړي.:«د کوثر اوبو بڼ په جوړېدو یې ۶ سوه ډالره لګښت راغلی او دا حوض د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی، زموږ موخه خلکو ته کاري زمینې برابرول او تفرېح برابرول دي. د اوبو د حوضونو ترڅنګ وچه سونا، لمده سونا، مالګينه سونا او د مساژ اسانتيا هم لري.»

د ننګرهار د ښاروالۍ مرستیال یحییٰ غفورزی وايي، د دې حوض په جوړېدو سره خلکو ته د تفرېح زمینه هم برابره شوې او هم به د ښاروالۍ په عوایدو کې لوړوالی راشي.

غفورزي هم له پانګه‌والو وغوښتل چې په بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې پرځای دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د کوثر اوبه بڼ د جلال اباد ښار په اوومه امنیتي حوزه کې جوړ شوی او د سیمې خلک خوښ دي چې د دغه ډول پروژو پرانیستل یې په زړونو کې د تلپاتې سولې او امنیت هیلې راژوندۍ کوي.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ راهیسې ګڼ پانګه‌وال خوښ دي چې اوس یې امنیت خوندي کېږي او ګڼ پانګه‌وال به په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button