ننګرهار کې د کوثر اوبه بڼ پرانیستل شو
عزم(دوشنبه، ۱۵وږی، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، په لومړي ځل په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري د کوثر اوبه بڼ جوړ شوی او پرانیسته یې وشوه.
د ننګرهار د ښاروالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه حوض ۶۰۰سوه زره امریکايي ډالر لګښت شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد حوض د یوه ځايي پانګهوال جاوېد ابراهیمخېل له لوري د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی دی.
د ابراهیمخېل په خبره، له دې حوض څخه یې موخه خلکو ته د کاري زمینې سربېره د تفرېح برابرول هم دي.
نوموړي له افغان سوداګرو وغوښتل چې په بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې پرځای دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او هم یې له حکومت غوښتي چې د پانګهوالو د امنیت د خوندیتوب برخه کې دې ځانګړې پاملرنه وکړي.:«د کوثر اوبو بڼ په جوړېدو یې ۶ سوه ډالره لګښت راغلی او دا حوض د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی، زموږ موخه خلکو ته کاري زمینې برابرول او تفرېح برابرول دي. د اوبو د حوضونو ترڅنګ وچه سونا، لمده سونا، مالګينه سونا او د مساژ اسانتيا هم لري.»
د ننګرهار د ښاروالۍ مرستیال یحییٰ غفورزی وايي، د دې حوض په جوړېدو سره خلکو ته د تفرېح زمینه هم برابره شوې او هم به د ښاروالۍ په عوایدو کې لوړوالی راشي.
غفورزي هم له پانګهوالو وغوښتل چې په بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې پرځای دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
د کوثر اوبه بڼ د جلال اباد ښار په اوومه امنیتي حوزه کې جوړ شوی او د سیمې خلک خوښ دي چې د دغه ډول پروژو پرانیستل یې په زړونو کې د تلپاتې سولې او امنیت هیلې راژوندۍ کوي.
پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ راهیسې ګڼ پانګهوال خوښ دي چې اوس یې امنیت خوندي کېږي او ګڼ پانګهوال به په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.