د تړون په غزل کې درسته وړاندوینه

چې قایم سړی په حی علی الجهاد شي
نو راښکته به یې پښو ته خلیلزاد شي

ځینې خلک د (نداولها) ژباړه
زنده باد شي مرده باد شي زنده باد شي

دا طالب که نن دنیا لیونی بولي
خو سبا ته به طارق بن زیاد شي

موږ د جنګ او سولې واک تاته درکړی
خدای دې نه کا چې راکم دې اعتماد شي

ازادي چې د شغال د خولې شعار شي
د زمریو تاریخونه يي برباد شي

څوک چې تل د جمهوریت غواګانې لشي
نو وطن به یي ټاټوبی د فساد شي

د وطن ادکې زېری مې درباندې
ستا وطن به دې نزدې وخت کې ازاد شي

چې د فتحې په ناره له خوبه پاڅو
خوار تړونه ستا شعرونه به رایاد شي

سمیع اللع تړون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: