لندن بیګ بېن ساعت له مسلمانانو غلا شوی ساعت دی

غاصب صلیبي لښکر زموږ د تهذیب او ثقافت تاریخي دښمنان دي!!!
د لندن په مشهور مینار کې لګیدلی دغه تاریخي ساعت (BIG BEN) بلل کیږي، چې د انګریزانو لپاره قومي نښان او د افتخار سمبول دی، دغه تاریخي ساعت په اصل کې د مسلمانانو شخصي ملکیت دی چې د (القدس) له مینار څخه غلا شوی.
د عثماني خلافت د انجینیرانو په لاس جوړ شوی دغه تاریخي ساعت د (سلطان محمد الثاني) په وخت کې د القدس په (بابُ الخلیل) مینار باندې نصب و، ددغه ساعت په جوړښت او لګولو باندې تقریبًا اوه کاله مصرف شوی وو.
متأسفانه په 1922میلادي کال کې د عثماني خلافت له سقوط وروسته کله چې برطانوي اشغالګر په القدس باندې قابض شول، دغه یادګاري ساعت یې له فلسطین څخه برطانیه ته انتقال کړ.
نن هم په برطانیه کې دغه اسلامي یادګار هر ساعت زنګ وهي او د معاصر بې حِسه او بې ضمیره مسلمانانو ته د بې اتفاقۍ، غفلت او زوال له خوب څخه د بیدارۍ لپاره بلنه او پیغور ورکوي.

نجیب الله عادل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: