ننګرهار کې سږ کال د خرما حاصلات درې برابره زیات شوي

عزم(سه‌شنبه، ۱۶وږی، ۱۴۰۰ل): د ملي پراختیا شرکت وايي، په ننګرهار کې د پرو سږکال په پرتله سږ کال د خرما حاصلات درې برابره زیات شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي پراختيا شرکت ننګرهار وادي کرنیز ریاست اړوند هډې فارم د خرما حاصلات رسېدلي چې داټکل له مخې سږ کال به دغه حاصلات شاوخوا ۱۵ ټنه وي په داسې حال کې چې تېر کال دغه حاصلات ۵ ټنه وو.

د خبرپاڼې له مخې، سږ کال يې د خرماوو حاصلاتو لوړوالي لاملونه پر وخت د اګروتخنیکي ټولې پروسې رسېدل او منظمه پاملرنه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پام کې لري چې د خرماوو ورته نور باغونه هم جوړ کړي او هغه ستونزې او تشې چې په دې برخه کې شته له منځه يوسي.: «د خرماوو په دغه څلوېښت جریبه باغ کې شپږ نوعه اعلی ډوله خرما شته چې د ونو شمېر يې ۲۷۰۰ ته رسېږي.»

دغه بڼ په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شوی او تمه ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې به يې د خرماو د حاصلاتو کچه د اټکل له مخې سل ټنه ته پورته شي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په ننګرهار، لغمان، نیمروز، فراه او هلمند کې د خرماوو ونې تجربه شوې، چې په یادو ولایتونو کې یې پایله مثبته وه.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې لري چې په یادو ولایتونو کې د خرماوو بڼونه ډېر کړي او په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د خرما له اړخه پر ځان بسیا کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button