طنز: چالاک ماشوم

د آمونو ونې کې چې مېوه پخېدلو ته ورسېده، نو هره ورځ به ترې یو، یا دوه آمونه کمېدل.
هماغه و چې باغوان یې څارنه پیل کړه.
له ورځو یوه ورځ ګوري چې ګاونډي ماشوم یې ونې ته وخوت او د آم په راشکولو یې پیل وکړ.
باغوان په داسې حال کې ورغی چې ماشوم لا هم په ونه کې و. باغوان ترې وپوښتل: ماشومه په ونه کې څه کوې؟
ماشوم چې بې حده زیات چالاک و، باغوان ته یې په عاجزه ژبه او معصومې څیرې سره ځواب ورکړ: کاکا جانه ستاسې له ونې آم راغورځېدلی و، غوښتل مې چې بېرته یې ونې ته ورپورته کړم.

ژباړه: سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: