افغانان او د نیوکې فورمول!

سمه او سالمه نیوکه حتماً پایله لري!
د سالمې نیوکې فورمول داسې دی:
[مثبته جمله + منفي جمله + مثبته جمله = ښه نتیجه]
مثالونه:
1. ته ډېر زیارکښ انسان یې + که څه هم موږ ته دې خیر نه رسېږي + خو په خپلې کورنۍ ډېر مهربان یې = هههه. خیر له دې وروسته به ځان اصلاح کړم.

2. اې! ته ډېر مهربان یې + که څه هم خبرې زیاتې کوې + خو بیا هم درسره مینه لرم = سمه ده، له دې وروسته سکوت هم تجربه کوم.

3. د عمر مورې! یاره په درست افغانستان کې بله آشپزه ستا په څېر تکړه نشته + که څه هم نن دې ښوروا ته مالگه ډېره اچولې وه + خو بیا دې هم آفرین چې ټولو کارونو ته رسیده گي کوې = هههه. هېڅ مې پام نه و، نن مې هغه بل ‌ډبی خلاص کړ شاید مالگه یې تېزه وه؛ له دې وروسته احتیاط کوم.

نتیجه:
د دوو مثبتو جملو په منځ کې چې یوه منفي جمله / نیوکه او انتقاد ځای شي؛ د تخریب اثرات یې کمېږي او مقابل لوری ښه احساس کوي.

تمیم تکل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: