اشرف غني له خلکو بخښنه وغوښته او وايي ځان سره یې ډالر نه دي وړي

عزم نیوز (چارشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۰): د مخکیني حکومت مشر، اشرف غني، نن چارشنبه په یوه اعلامیه کې له هېواده د وتلو پر مهال له ځان سره د میلیونونو ډالرو وړلو ادعاوې رد کړې او له افغان ولسه یې بخښنه غوښتې.

اشرف غني دا اعلامیه پر خپل ټویټر په انګلیسي ژبه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې نوموړي ویلي چې د ارګ د ساتونکو په هڅونه، په کابل کې د کوڅې په کوڅې جګړې د مخنیوي لپاره، له هېواده ووت، او له ځان سره یې هیڅ پیسې نه دي وړي. اشرف غني لیکلي چې د نوموړي دارايي په هېواد کې، او د مېرمنې رولا شتمني یې په لبنان کې ثبت ده، او خلک یې کتلای شي.

د مخکیني حکومت مشر زیاته کړې چې ملګرو ملتونو یا بلې خپلواکې ادارې ته، پخپله دئ او نږدې سلاکاران یې، د دې تورونو او خپلو شتمنیو په تړاو ځواب ورکولو ته حاضر دی. هغه له خپلو نورو مخکینیو چارواکو او سیاسي څېرو هم غوښتي چې ورته ګام واخلي.

د اعلامیې په پای کې اشرف غني له افغانانو او هغو عسکرو مننه کړې چې د ده د حکومت په دفاع کې جنګېدلي دي، غني لیکلي، افسوس کوي چې د ده فصل هم د خپلو اسلافو په څېر په فاجعه کې ختم شو، ”دا د ډېر ژور او زیات افسوس خبره ده چې زما فصل هم – د ثبات او سوکالۍ له یقیني کولو پرته – زما د اسلافو په څېر فاجعې سره ختم شو. زه له افغان ولسه بخښنه غواړم چې ومې نه شوای کولای خپل فصل بل ډول پای ته ورسوم“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button