اوس باید پام لومړیتوبونو ته وشي!

خط اول

اوس د طالبانو حکومت بشپړ شو. له دې وړاندې یې ټولو ولایتونو ته والیان ټاکلي وو، خو یوازې وزیران پاتې وو چې هغه هم اعلان شول. طالبان اوس پر افغانستان واکمن شول. طالبان به اوس لومړیتونه په پام کې نیسي او هماغسې به خپل کار ته دوام ورکوي.  له دې وړاندې د هر ولایت د سقوط سره هم‌مهاله د هماغه ولایت لپاره والي او د ادارې رئیسان هم ټاکل شوي وو. که څه هم اوسنۍ کابینه سرپرسته ده او دا هم معلومه نه ده چې ټاکل شوې کابینه څومره وخت سرپرسته وي؟ خو د کابینې په ټاکل کېدو سره به حکومتي چارې پیل شي او شته ستونزې به هم حل شي.

اداري فساد:

 طالبان له لومړي سره د شر او فساد پر ضد راپورته شوي وو. د حامد کرزي او اشرف غني د واکمنیو پر مهال افغانستان هر کال د نړۍ په کچه د اداري فساد په برخه کې د نړۍ لومړی، دویم، درېیم، څلورم او پینځم ځایونه خپلول. په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسېدلی و او خلک ترې تر پوزې راغلي وو.

طالبان باید اوس اداري فساد په افغانستان کې صفر ته راکم کړي او هغو چارواکو ته درنې سزاوې وټاکي، چې په اداري فساد تورن او یا هم نیول کېږي. له اداري سره مبارزه شونې ده، خو یوازې کلکله اراده او عزم غواړي. مخکېني حکومتونه په سهمونو وېشل شوي وو او حکومتي مشرانو هم هغو کسانو ته د سزا زړه نه ښه کاوه چې د خپلې ډلې او یا به یې د مخالفې ډلې غړی و. پخواني ټول مفسدین تښتېدلي او له ځانونو سره یې د دې ملت مېلیونونه ډالر له ځان سره وړي. تمه شته چې طالبان به د انټرپول«نړیوالو پولیسو» په مرسته شته مفسدین ونیسي او د عدالت مېز ته به یې راکش کړي.

نړیوالې اړیکې:

 ۲۱مه پېړۍ ده. هېڅ هېواد هم نه غواړي چې له نړۍ په څنډه کې پاتې شي. هر هېواد هڅه کوي چې له ډېرو هېوادونو سره پراخه سیاسي، سوداګریزې، ښوونیزې او ډیپلوماټیکې اړیکې ولري. طالبان په لومړي ځل یوازې درېیو هېوادونو په رسمیت پېژندلي وو؛ خو دا ځل غواړي چې له ډېرو هېوادونو سره د سفارت په کچه اړیکې ولري.

طالبان دا ځل نه غواړي چې تېرې تجربې بیا تکرار کړي او خپل رسمیت یوازې په څو هېوادونو وپېژني. که څه هم ځینو هېوادونه شرطونه اېښي او د طالبانو په رسمیت پېژندل یې ځنډولي؛ خو تمه شته چې دا ځل به طالبان په پراخه کچه سفارتي اړیکې ولري او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې به خپل سفارتونه ولري. طالبانو هغه وخت ټولو سفارتونو ته د پوره امنیت ډاډ ورکړی و، چې لا یې ټول ولایتونه سقوط کړي نه وو.

امنیتي وضعیت:

 په تېرو شلو کلونو کې خلک داسې روږدي شوي چې هر جرم ته یې زړه ښه کاوه. بې‌امني اوج ته رسېدلې وه. په کابل کې جنايي پېښې بېخي ډېرې شوې وې. وسله‌والې غلاوې، د خلکو تښتول، وژل او په رڼا ورځ عام خلک د یو موبایل او یا هم څو افغانیو لپاره وژل عادي خبرې ګرځېدلې وه.

کله چې طالبانو کابل ونیو په هماغه لومړیو ورځو کې یې د غلو پر وړاندې په جدیت ګام پورته کړ. داسې هم ویل کېږي چې په تېرو شلو ورځو کې له ۲ زرو ډېر غله نیول شوي دي. مخکې هم په هغو سیمو کې ښه امنیت وو چې د طالبانو تر واک لاندې وې؛ ځکه طالبان له غلو سره نه جوړېږي او سخته سزا ورکوي؛ خو د اشرف غني حکومت له غلو خپله برخه اخیسته او نیولو ته یې هم چندان زړه نه ښه کاوه.

د بیارغونې پروژې:

 اوسمهال په ځینو لویو پروژو کارونه روان دي او کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي. په دې کې د اوبو بندونه، د ځینو ولایتونو سړکونه، ښوونځي، د پوهنتونونو ودانۍ، د اوبو کانالونه او د کرنې په برخه کې ځینې پروژې دي. طالبانو له لومړي سره د بیارغونې پروژو ته د پوره امنیت ډاډ ورکړی او هیله شته چې د طالبانو په راتګ د بیارغونې پروژې نورې هم ګړندۍ شي.

استخبارات:

 طالبانو ته پکار ده چې خپل استخبارات ډېر پیاوړي کړي. افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ د استخباراتي پروژو په مرکز بدل شوی و. دلته د نړۍ ګڼو استخباراتي ډلو پټ او ښکاره فعالیتونه کول. د کابل له نیولو وروسته په خوست او ننګرهار کې ځینې خلک د بیرغ په موضوع راپورته شول. په خوست کې نیول شوو کسانو اعتراف وکړ چې د ورځې ۳۰۰ ډالر ورته منل شوي وو.

دا چې دغو کسانو ته چا پیسې ورکولې، دا باید پیدا شي. اوس په کابل کې هم ځینې ښځې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په خاطر لاریونونه کوي. دغه ښځې خپله نه راوځي، بلکې د پیسو په زور رایستل کېږي او د خلکو شته نسبي امنیت خرابوي. دې برخې ته باید پوره پام وشي او هغه پروژې په نطفه کې شنډې کړای شي، چې خلک د حکومت پر ضد راپورته کولو ته هڅوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: