نړیوالې رسنۍ: د کابل هوایي ډګر ۹۰ سلنه کار کوي او د تدریجي پرانستلو تمه یې شته.

عزم (جمعه، ۱۹وږی ۱۴۰۰): نیویارک ټایمز او رویټرز ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د کابل هوايي ډګر باندې مطالب خپاره کړي.
ورځپانو د قطري چارواکي له قوله لیکلي چې وايي: د کابل هوایي ډګر ۹۰ سلنه کار کوي او د تدریجي پرانستلو تمه یې شته.
یو قطري چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی، رویټرز ته ویلي: “د کابل هوایی ډګر بیا پرانستل، د بهرنۍ نړۍ او د افغانستان په غرنۍ سیمه کې د ژوند یوه حیاتي کرښه ده چې د طالبانو لپاره لومړیتوب دی ځکه چې دوی د کابل له نیولو وروسته د نظم بیرته راګرځولو په لټه کې دي”.
الحزیره بېا د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني له قوله ویلي چې د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه یوه منظمه الوتنه ترسره شوه، خو دا چې د کابل هوایي ډګر رادار سیستم لا هم نه دی رغېدلی مونږ به ځینې سفرونه د پاکستان له لارې وکړو.
باید وویل شي چې بهرنیو ځواکونو له کابله د پښو سپکولو سره هممهاله د کابل هوایي ډګر او زیات مهمات ویجاړ کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: