په سیاسي نظامونو کې د ټاکنو اړوند!

وفی الله وحید
په نړیوالو سیاسي نظامونو کي دوه ډوله بستونه وجود لري چي یو ډول یې سیاسي بستونه (وزارت، معینیت، ولایتونه، لوی ریاستونه) دي او دوهم ډول یي مسلکې بستونه (استاد، مدیر، انجینر، ډاکتر، څارنوال، قاضي او داسي نور) دي.
سیاسي بستونو ته عموماً دولس په استازیتوب کسان ټاکل کیږي،چي په جمهوري نظامونو کي د ریس جمهور لخوا داستازو مجلس ته معرفي کیږي او له دي مجلس څخه داعتبار وړ رایو په ترلاسه کولو په ټاکلي بست کي ګمارل کیږي.
په استبدادي رژیمونو کې بیا سیاسي بستونو ته دباچا لخوا کسان معرفي کیږي.
مګر داسلام په سیاسي نظام کي بیا سیاسي بستونو ته کسان د امیرالمومینین یا شورا لخوا انتخابیږي.
په سیاسي بستونو کي دګمارل کیدونکو اشخاصو مسلکې توب شرط نده بلکې ولسي مشروعیت شرط ژوندی مثال یې دافغانستان بانک پخوانی ریس اجمل احمدي وو، نوموړی که څه هم کافي زده کړي او تجربه یې درلوده خو له پارلمان څخه یې پدي خاطر مشروعیت ترلاسه نکړ چي ویل کیدل هغه دافغانستان نه وو دا چي بیا یې هم وظیفه سرته رسوله دا دوخت په فاسده رهبري پوري اړه لري.
دوهم ډول مسلکې بستونه دي، چي هر کس داعلان شوي بست لپاره واجدشرایط وي نو د ازاد رقابت له لارې کولای شي اړوند بست ته کامیاب شي.
یادو بستوو ته انتخابدونکی شخص باید دمسلک اړوند کافي زده کړي،کاري تجربه او غوره مدیریتي مهارت ولري.
تراوسه چي کومي ګمارنې دااا لخوا ترسره کیږي هغه ټولي په سیاسي بستونو کي دي، نو پدي خاطر انتقادکونکي باید متوجه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button