ساینس ۱۶۶۵ کال کې ثابته کړې خو جاذبه قوه قرآنکریــــم ۱۴۰۰ کاله وړاندې درښودلې!

جاذبه قوه؛ هغه ځواک چې زموږ ژوند پر ځمکه د همدې نعمت له کبله دی، انګرېز «اېساک‌نيوټن» دا پټ ځواک په ۱۶۶۵ مېلادي کال کې هغه وخت کشف کړ، چې تر یوې ونې لاندې ناست و. جاذبه قوه ددو کتلو ترمنځ د کشونې (غونډونې) ځواک دی، څومره کتله ډېره وي، هغومره جاذبه ډېره وي، څومره چې جاذبه ډېره وي، هغومره کشونه (راغونډونه) ډېره وي. همدا د جاذبه ځواک برکت دی چې ځمکه پر لمر او لمر پر شېدو لارې کهکشان راکرځي، همداسې ټول کائنات، دا چې موږ پر ځمکه بې له تکیې قدم وهو، کار کوو، ژوند کوو، کورونه جوړوو، موټرونه ګرځوو، الوتکي الوزوو، اکسېجن (ساه) اخلو، دا ټول د جاذبه ځواک له برکته دی، همدارنګه حاذبه ځواک یا قوې زموږ اټموسفېر خوندي ساتلی دی، عدف داچې ټول ژوندي موجودات او بې روحه (مړ) شیان همدې جاذبې قوې سره راغونډ کړي دي.

قرآن:
خو الله “جل جلاله” دا حقیقت ۱۴۰۰ کاله مخکې بیان کړی دی، او د سورة المرسلات په (۲۵-۲۶-۲۷) آیتونو کې فرمایي: (أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتا * أَحْيَآءً وَأَمْوٰتًا)
ژباړه: آیا موږ ځمکه راکشوونکې (غونډوونکې/جذبوونکې) نده ګرځولې، هم د مړو لپاره او هم د ژوندیو لپاره.
وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوٰسِىَ شٰمِخٰتٍ وَأَسْقَيْنٰكُم مَّآءً فُرَاتًا
ژباړه: او په هغې کښي مو دنګ او لوړ غرونه ښخ ودرول؛ او پر تاسي مو خوږې اوبه وڅښلې.

حقیقت:
دلته معلومه شوه چې جاذبه قوه د قرآنکریم په آیتونو ثابته ده، او همدارنګه الله “جل جلاله” د همدې آیتونو ترڅنګ فرمایلي چې موږ ځمکه کې غروړه درولې او خوږې اوبه مو درباندې څښلي دي او ځمکه مو ورباندې آباده کړې ده.

لیکنه: محمد رسول حمزه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button