د افغانستان لومړنی بانک.وپېژنئ!

د افغانستان بانک د افغانستان مرکزي بانک دی چې د دغه هېواد د بانکهېواد نوټونو او پيسو د خپراوي، د افغانۍ د ارزښت د ټينگښت او د هېواد د سوداگريز او وټنيز غونډال د رغښت او پايښت يو اهم بنسټ گڼل کېږي.
په هېواد کې د بانکوالۍ فکر د یوه سهامي شرکت له جوړېدو وروسته رامنځته شوی.
دا شرکت د عبدالمجید خان زابلي لخوا رامنځته شوی وو چې وروسته بیا د ده په مشرۍ په افغان ملي بانک بدل شو.
ښاغلي زابلي او د هغه د سهامي شرکت ملګرو د یاد بانک بنسټ د کابل ښار په زړه پښتونستان څلورلاري تر څنګ ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې کېښود
په دې اساس په افغانستان کې لومړنی بانک په ۱۳۱۲ هـ ل کال د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ او له هغه مهال راهیسې بانکي جوپړونه فعال دي.
ښاغلي زابلي او د هغه د سهامي شرکت ملګرو د یاد بانک بنسټ د کابل ښار په زړه پښتونستان څلورلاري تر څنګ ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې کېښود چې هغه مهال کوچنۍ و خو اوس په همدې ځای افغان ملي بانک او د افغانستان بانک عصري څو پوړیزه ودانۍ ودانې شوې دي.
پښتو ویکیپيډیا د افغانستان د لومړني بانک په اړه لیکلي: “د افغانستان بانک مرکزي بانک د دندو د پرمخ بيولو په خاطر په ۱۳۱۸ ل. کال کې د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لمړنۍ پانگه پرانيستل شوی دی. د بانک د پرانيستلو په لومړيو کې د هغې يوه اندازه پانگه د ملي بانک لخوا ورکړل شوه، چې له يوې مودې وروسته د ملي بانک ونډه دولت په غاړه واخيسته. د افغانستان بانک د تاسيس له پيل څخه موخه دا وه چې دا بانک د مرکزي بانک دندې پر مخ بوزي خو په عمل کې د افغانستان بانک د لومړني قانون تر تصويب د ۱۳۸۲ ل. کال د وږي د مياشتې تر ۲۷ مې پورې د مرکزي بانک د دندو د پرمخبيولو تر څنگ د يوه سوداگریز بانک په توگه هم عمل کړی دی. د تصفيې او د کورنۍ او باندنۍ سوداگرۍ معاملې يې ترسره کړي، خصوصي او دولتي پس اندازونه يې منلي او دولت، بانکونو، بېلابېلو تصديو او انفرادي وگړو ته يې د لنډې او اوږدې مودې پور ورکول هم پرمخ بيولي دي. د افغانستان بانک د اساسنامې او کړنلارې سره سم د پيل له وخته دنده درلوده، بانکنوټونه يې خپاره کړي، په دوران کې يې اچولي او په اوسني شتو قانوني وسايلو د افغانۍ د ارزښت ټينگښت يې ډاډمن کړی.”
باید وویل شي چې اوس د افغانستان د لومړني بانک تر څنګ په هېواد کې ۱۱ نور بانکونه هم فعالیت کوي چې د پېرېدونکو شمېر يې ۳ اعشاریه اته میلیونه وګړو او پانګه يې نژدې ۳۰۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

لاندې انځورونو کې تاسې د افغانستان بانک بنسټګر او پخواني رئیسان لیدلی شئ:


راټولونه: خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: