په علم غیب باندي یوازي الله (جل جلاله) پوهیږي

إِنَّ اللَّهَ عِندَهُۥ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِى الْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌۢ بِأَىِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌۢ [سُوۡرَةُ لقمَان : 34]ژباړه: په یقیني توګه، د هغه ساعت (قيامت) علم له الله سره دى، هماغه باران وروي، هماغه پوهیږي چي د ميندو په ګېډو كي څه روزل کیږي، هيڅ يو نفس نه پوهیږي چي سبا هغه د څه كار كوونكى دى؛ او نه څوك په دې خبر دی چي په كومه ځمکه كي هغه ته مرګ راتلونكى دى. یوازي الله په هر څه پوهېدونكى او با خبره دى.
الله (جل جلاله) علم غیب یوازي خپل ځان ته راجع کړی دی او همدا موضوع په حدیثو کې هم ذکر شوی ده،
مګر نن ورځ غربي نامسلمان پوهان د پورته آیت کریم او حدیث جبریل په وړاندې پوښتنې او نیوکې کوي چې ولې یوازي الله (جل جلاله) د مور په رِحم کې د ماشوم په نوعیت او د باران په اوریدلو باندي خبر او قادره دی. حال دا چې موږ پوهان د باران د اوریدو پر اټکل او د مور په رِحم کې د ماشوم د هلک یا آنجلۍ پر نوعیت باندي پوهیږو او قادره یو. نو څه دلیل کېدای شي چې الله (جل جلاله) په علم غیب باندي د پوهیدو تخصص و خپل ځان ته کړی دی؟
اوس خبره په دې ځای کې ده چې لومړی باید پوهان د علم او غیب تر منځ توپير وکړي، یعنې په دې معنا سره چې غیب یعنې څه او علم یعنې څه دا دوي کلمي باید ښه تشخیص کړي.
نو بناً په هغه څه چې ساینس پوهان او دانشمندان پوهیږي، لکه د باران اوریدل، د مور په رحم کې د جنسیت تعین دا ټوله د خاصو طبي او هوا پيژندنې د مشخصو آلاتو په واسطه سره ترسره کوي، نو دې ته خو غیب نه ویل کیږي بلکې غیب هغه څه ته ویل کیږي چې ماسیوا د اسبابو او وسایلو ترسره شي.
نو طبي پوهان او ډاکتران یوازې د مور په رِحم کې کولی شي چې د ماشوم جنسیت وټاکي، چې په هغه ځای کې ماشوم ته تیاره ژوندی روح په جسد کې اچول شوي وي او دوي ورباندې د آلاتو په وسیله پوه شي خو الله (جل جلاله) هغه وخت هم په دې پوهیږي چې کله د مور په رحم کې سپرم ځای پر ځای شي نو په دي ځای کې په زرهاوو سپرمونه موجود وي خو الله (جل جلاله) سربیره پر دي پوهیږي چې د کوم ژوندي سپرم څخه به ماشوم پيدا کیږي حال دا چې دا کار د دانشمندانو او طبي پوهانو تر څو يې فوق العاده لوړ او پورته دی او دوي په دي نه پوهیږي چې ماشوم به د کوم سپرم څخه جوړیږي، او همدارنګه دوي د ماشوم په نیکبختي، عمر، رزق او په دنیا کې د پاته کیدو په عمر او نیټه باندي نه پوهیږي.
نو باید وویل شي چې د علم بشری او غیب الهي تر منځ فرق وشي او ځان په صحیح ډول سره په پوه کړي، په شریعت کې د دانشمندانو نقش او رول یوازي دا دی چې هغوي د وسایلو او اسبابو په وسیله پر ماده باندي په ډېر کم علم سره برلاسي دي حال دا چې همدا ماده ستر لایزال (جل جلاله) ورته په اختیار کې ورکړې ده.
نو پس انسان چې هر څه الله (جل جلاله) ورته په اختیار کې ورکړي دي، په خپل کوچني فکر او دماغ سره کولای سې چې د ځمکې پر مخ په بیلابیلو شیانو لکه: د باران په ګټه، تاوان، اندازه، وخت باندې د وسایلو په مرسته پوه شي نو څه فکر کوئ هغه لایزال ذات چې همدا انسان او دا ټول کائنات یې پيدا کړي دي د هغه علم به څومره وي؟
خو بدبختانه یو عالم په خپل ټول فکر او توان د یوه اورګانیزم په مشخصولو سره دومره ځان لوړ او اعلی ګڼي. دې ته یې فکر نه دی چې د دې هر څه چلوونکی، پيدا کوونکی، پالونکی، سمبالونکی یوازي او یوازي ستر رب دی.
(قل لا یعلم الغیب الا لله)

ماخذ: قرآن و اکتشافات عصر جدید.
مؤلف: مولوی سید شمس الدین هاشمی
ژباړونکی: محمود هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: