د مرګ تریخ حقیقت او بې ارزښته ژوند

د نړۍ تر ټولو سترې ايپل کمپنۍ مالک ” سټيو جابز ” کوم چې يو ملياردر و، ( 7 ) مليارده سرمايه ورڅخه پاتې شوه، د ( 56 ) کلونو په عمر د مرۍ ( ستوني ) کينسر له امله نړۍ د تل لپاره پريښوده او خپله ورڅخه تش لاسونه ولاړ ، د مرګ په بستره باندى يې سترګې راډکې شوې او دا اخري الفاظ يې وويل: “همدا اوس مهال په يو مرګوني مرض باندې ډير د بى وسۍ په حالت کې په خپله بستره پروت يم، په دې بستره باندې بغير د سوچونو او فکرونو زه نور هيڅ نه شم کولى، ما خپل ټول ژوند ته فکر وکړ او دا نتيجه يا پايله مې ورڅخه تر لاسه کړه چې زما ټول مال و دولت، زما حيثيت، شهرت، عزت او قوت چې نن کوم څه ما سره دي ټول د مرګ په وړاندى بى وسه دي.
زه د موټر چلولو، پخلي او صفاى کولو لپاره يو کس په پيسو نيولى شم خو داسى يو کس هم نه شم پيدا کولى چې زما څخه د پيسو په بدل کې زما ناروغي او درد واخلي.
عمر چې څومره تيريږي هومره زموږ سر ته عقل راځي او په دې خبره باندې پوهيږو چې کوم ساعت موږ په لاس کړى دى که هغه د ( 30 )$ ډالرو وي او يا د ( 300 ) ډالرو وي دواړه يو شان وخت ښيې .
که موږ د ( 2000 ) ډالرو په موټر کې سفر کوو او يا د ( 150000 ) ډالرو په موټر کې سفر کوو نو سرک او فاصله همغه وي او موږ همغه يو منزل ته رسوي ؛ کاش !!! دا مال و دولت مى نن د درد دوا شوى وه خو افسوس.

ژباړه : سلمان قريشي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button