د نړۍ له عجایبو: د تور څاه (Thor’s Well)

د تور څاه چې د کاسې په څېر جوړښت لري او د امریکا د اورګان په سواحلو کې موقعیت لري. دغه څه په ډېره زیاته پیمانه اوبه زبېښي چې بیا وروسته په ډېر لوړ فشار بېرته د ځمکې سر ته راوځي.
داسې ویل کېږي چې دا د اورګان د سیند او یوه بل دریاب تر منځ یو غار دی چې د چت په څېر واقع شوی دی. کله له پاسه اوبه ورځي او کله هم له لاندې خوا ترې د اوبو جپه راوځي.
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ سیلانیان د دې غار لیدو ته راځي او هغه وخت یې له لیدلو خوند اخلي چې اوبه بېرته له ځمکه څخه پورته په ډېر لوړ فشار راوځي.
مګر ساینس دې عجیبه منظرې ته کوم منطقي ځواب نلري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: