طنز: غل که د خوبونو تعبیر کوونکی؟

یو کور ته غل ننوتلی و. ګوري چي یوه سپېن سرې ښــځه بیده ده، چې غل یو قــدم مخکې ولاړ، د ښځې سترګې روڼې شوې.
ښـــځه پوه شوه، چې غل دی، نو ویې ویل: زویه! ته د یوې درنې کورنۍ څخه معلومیږي، ښايي حالاتو به مجــبور کړی یې چې غلا وکړې. داسې وکړه چې د المارۍ په هغه لوړه خانه کې خزانه ده، د هغې څخه پیسې واخله. او ګوره، ما یو خوب لیدلی لومړی راشه ما ته زما د خوب تعبیر وکړه.
غل د زړې ښـــځي پر مهربانۍ او رحم باندي باوري شو، ورغی او د چپرکټ پر څـــنډه ورته کښېناست.
بوډۍ وویل: خوب مي لیده، چې په یوه ځـــنګله کي ورکه شوې یم، او یو دم مې مخې ته یو زمری راشي، او زه درې واره په زوره زوره چیغي کړم، چې وه عبدالله زویه! وه عبدالله! وه عبدالله!
تر دې وروسته له خوبه را ویښه شوم. ووایه زویه! د دې خوب څه تعبیر دی؟
غل په سوچ کې شو، چې په دې وخت کي د مخامخ کوټې څخه د ښـــځي ځوان زوی عیدالله راووت ، او په غله یې راباندې کړه، دومره یې وډباوه چې مه کوه خبرې.!
ښــځي ورغږ کړه: بس ده زویه نور یې مه وهه.
غله په لوړ آواز وویل: نا… نور مې هم ووهه، تر څو اینده کي زه په دې پوه شم، چي زه غــل یم، د خوبونو تعبیر کوونکی نه یم.
?

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button