هېوادوالو! انديښنه مه کوئ، د پیغمبرانو وارثین پر موږ واکمن دي

احمد منصور

د هېواد له بشپړې فتحې پس او اشغالګرو له وتلو سره سم افغان ولس د نوي اسلامي حکومت اعلان ته ورځې او شپې شمارلې، چې بالاخره طالبانو د چهار شنبې په شپه د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ مه» په رسمي ډول د خپل حکومت او کابینې اعلان وکړ چې اعلان سره هم مهال په عمومي ډول هېواد وال خوښ شول ولې ځينې هېواد وال د ځينو کړيو د پوچو تبليغاتو لا هم ښکار دي هغوي چې په پرلپسې تبليغات کوي وايي چې اهل نه دي ګومارل شوي يا ټوله ونډه علماؤ ته ورکړل شوې او يا داسې نورې اپلتې وايي چې غواړي دلته افغانان د ناهيلۍ په ګرداب کې راګير کړي اوبه خړې او خپل ماهيان پکې ونيسي

هغوي چې د عالم په ټاکنه اعتراض لري ورته دې وويلی شي دا شل کاله دوي چېرته ول چې عالم طالب د دوه څلويښت هېوادو د مختلفو يرغلونو په وړاندې لکه د غره ولاړ ول هر هوايي بريد ته يې سينه سپر کړې وه د چاپو له ويرې په خپل هېواد کې مسافر ول خو عزمونه يې متزلزل نه بلکې د هندوکش غرونو په څېر پياوړي ول هو که شهيد وه هم عالم طالب وو ، که اسير وه هم عالم طالب وو او که ټپي وه هم عالم وو عالم او طالب له نړيوالو نظامي، سياسي او تبليغاتې جګړې وګټلې حق يې دی چې واکمني وکړي ځکه شل کاله هر ډول نظامي سياسي مذهبي او تبليغاتي فشارو سره مواجې شول خو حوصله باي نه لوده د مذاکراتو پر مېز يې خپل دين او هېواد ته کامله ژمنتيا وښوده نه له څه تېر شول او نه يې څه ور پرېښودل که نن واکمن کيږي حق يې ده هغوي چې پرې اعتراض لري په کوم جواز لوړې دندې ورکړل شي حال دا چې د يرغل په خلاف يې هېڅ هم نه دي کړي په سختو ورځو کې نه تنها خپل ملت پريښی بلکې د هغو صف يې غټ کړی وو چې اولس يې هره ورځ بمبار وه چاپې يې پرې اچولې او يو لړ ستونزې ورته پيدا کولې

هېواد والو دوي آزمايلي چې د مفکرتوب ادعا سره سره يې هېواد والو ته يې له شر اړولو پرته نور هېڅ هم نه دي کړي يو څو پولچکونه جوړول او سرکونه عيارول يې هم د خپل منفعت لپاره وو لنډ مثال يې د کابل او قندهار سرک وو تر هغه ورته مهم وو چې دوي پرې تګ راتګ درلود خو چې کله ورته اړتيا پيښه نه شوه شاړ شول بيا جوړ نه کړل

ځينې هېواد وال دې انديښنه نه کوي او منافقان دې واوري چې د نظام واګی د خوږ پيغبر رسول (صلی الله عليه وسلم) وارثانو په لاس کې واخيست که څوک د مدينې له اسلامي رياست ناواقفه وي سيرت مطالعه کړي. دې لښکر د خلفاؤ راشيدينو په پل قدم ايښی ورسره دې د دوي خلافتونه هم مطالعه کړي چې د امن ښه ژوند تېرولو مثالي حکومتونه وو هغوي چې دين او سياست سره جلا ښايي يا عالم او طالب تر مدرسې او جومات پورې محدود بولي هغوي ملحدين او د کفارو د فکري جګړې عسکر دي غواړي مسلمانانو تر مېنځ غلط نظريات شايع کړي که تاريخ مطالعه کړی وبه ګوری کله چې په نړۍ مسلمانان واکمن ول خصوصاً ديني طبقه چې پکې وه نړۍ والو د آرامۍ او سوکالۍ ورځې شپې تېرولې خو چې کله په اسلامي حکومتو کې علماؤ ونډه کمه شوه نړۍ وال د وير او خفګان په ټغر کېناستل چې تر ننه ښه ورځ مخکې او دوي ورپسې منډې وهي

لږ فکر وکړی او تېر در په ياد کړی چې عالم او طالب چا اړ کړ تر څو له مدرسې او جومات را ووځي او د جهاد ګرمو سنګرونو ته مخه کړي هغوي چې نن د عالم په ټاکنه اعتراض لري هم دوي ول روسان يې را وستل هېواد د بهران په لور بوته دوسلويښت هېوادونه زمونږ کور ته راوستل په نيمه شپه د عالم او طالب په کور يې ورخېږول د ماشومانو په مخکې ووهه سترګې ور وتړلې او د زندان په لور يې بوته يو فاسد او فاحش حکومت را ووست د خلکو عزتونه يې لوټ کړل له دې هر څه څخه باد هم څه فکر کوی عالم او طالب چوپ ناست وی د اشغالګرو د شړولو په موخه يې جهاد نه وی کړی د يو پاک اسلامي نظام د نېفاذ هڅه يې نه وی کړی نن په کومه خوله د عالم او طالب په ټاکنه انتقاد کوي چې دلته د فحاشۍ او عياشۍ مراکز مو خلاص کړي ول

عزتمندو هېواد والو! پام چې د دې ملحدو په پوچو تبليغاتو تېر نه ووځی دوي غواړي مونږ د آزادۍ له نعمته محروم کړي دوي له اسلامي نظام سخته ويره لري نو ځکه په مختلفو طريقو د له مېنځه وړلو هڅې يې کوي دغه اوسني مشران هغه څوک دي چې د اشغال په خلاف يې جهاد کړی په دې لاره کې خپل بچيان د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي خپله ټپيان شوي اسيران شوي خو له خپل دريځ او عقيدې څخه نه دې په شا شوي دا ټول اهل د حکومت ولۍ دي هېواد او دين ته ژمنتيا يې مونږ او تاسو دا شل کاله وليده بايد رب ته د شکر سجدې وکړو چې رب خپل نېک بندګان راباندې واکمن کړل له فاحشو او پردي پالو څخه يې خلاص کړو ډاډ درکووم علماء د حکومت په ټولو چارو تر بل هر چا ښه پوهيږي او اړونده ادارو ته به د ښو استعدادو څښتنان را ولي هغه چې د ملت منافعې ورته مهمې وي او په دين ښه عمل لري نو انديښنه نه ده پکار بلکې په اخلاص تر خپل توانه همکاري بايد وشي دا هېواد د ټولو افغانانو ده هېڅ قوم په بل برتري نه لري او نه مشران د قومو تر مېنځ توپير کوونکي دي وموکتل چې د نورو اقوامو مشران پکې شتون لري هغوي چې تشويشونه ايجادوي بايد وپوهيږو چې په افغانانو دا له امنيت ډک حالت پرې پيرزو نه ده بايد وخت ور نه کړل شي په مشرانو لا ډېر اعتماد وشي ځکه دوي د ټول اولس ښه نمايندګي کولی شي چې عملاً د امريکايانو سره په مذاکراتو کې مونږ ته معلوم شول له هيڅ داسې څخه تېر نه شول چې د راتلونکي لپاره راته پيغور شي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: