د شيخ عبدالباقي څرګندونې ولې تحريفوئ؟!

سلیمان سعید
څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدکړو سرپرست وزير؛ محترم شيخ عبدالباقي حقاني په يوه وينا کې د علماؤ څه نا څه فضيلت بيان کړ، خو ځينو نامرده ځوانانو يې خبرې تحريف کړې او دا مطلب يې تر واخيست چې ګويا ښاغلي حقاني د عصري زدکړو د فارغينو او استادانو توهين کړی!
زه د دې لپاره د ښاغلي حقاني خبرې د هغه د وينا مطابق ټکي په ټکي راخلم، چې حقيقت درکړو.
هغه داسې وويل:
«دا اوس چې کوم نظام حاکم دی، د دې په سر کې د مدرسو طالبان او علماء دي. پوهنتونونه يې نه دي ويلي، زياتو يې ليسې هم نه دي ويلې، ولې د دين په وجه باندې؛ چې دې خلکو کومه قرباني ورکړه، د دين لپاره يې ورکړه، نو نن د دې خلکو چې په دنيا کې کوم عزت دی، هغه عزت د پوهاند نه دی، هغه د ماسټر نه دی. دنيا کې چې له چا سره هر څومره ډېرې ډګريانې وي، هغوی ته په دنيا کې هغه عزت نه دی حاصل، نن کوم عزت چې د افغانستان په سرزمين باندې ملا او طالب ته حاصل دی».
اوس نو تاسې وواياست، ايا په دغو جملو کې د کوم چا توهين شوی؟!
ايا دا به کوم د سليم عقل خاوند ومني چې ښاغلي وزير د عصري علومو د فارغينو او محصلينو کوم بې عزتي کړې؟!
حقيقت دا دی چې ښاغلي حقاني يوازې د علماؤ ستاينه کړې او د هغوی فضيلت يې بيان کړی. حال دا چې دا کوم نوی بحث هم نه دی، څوارلس سوه کاله کيږي چې په هر جومات، هر منبر او هره غونډه کې د علماؤ فضيلت بيانيږي او دغه عزت د الله تعالی له خوا ورکړل شوی.
د علماؤ فضيلت خو د لمر په شان څرګند دی.
الله تعالی فرمايي:
انما یخشی الله من عباده العلماء.
همداراز په یو حديث کې راځي: من يرد الله خيراً، يفقهه في الدين.
په یو بل روايت کې راځي: العلماء ورثة الانبياء.
همدغه شان نور ګڼ شمیر روایتونه موجود دي.
نو د علماؤ فضيلت خو په ډېر صراحت سره ثابت دی، دا فضيلت الله تعالی ورکړی، معلومه خبره ده چې علماء له ډاکترانو، انجينرانو، ساينسپوهانو، زراعت پوهانو، تجارانو، خانانو، ملکانو او تر هر چا زيات فضيلت لري.
مګر د علماؤ په عزت سره د بل هيڅ حلال علم او کسب توهين نه دی شوی او نه هم ښاغلي عبدالباقي حقاني د چا توهين کړی. دا خبره خو مخکې هم ثابته وه، نن يې هم کوو او سبا هم چې علماء تر هر چا زيات فضيلت لري.
فکر وکړئ، که يو استاد په ټولګي کې ووايي چې احمد او محمود ډېر غوره شاګردان دي، یا داسې چې احمد له عبدالله څخه تکړه دی، نو ايا د نورو توهين يې وکړ؟ يا که د مدير له خوا يو يا څو استادان وستايل شي، نو ايا مدير د نورو توهين وکړ؟
تاسې ولې د علماؤ عزت خپل توهين ګڼئ؟!
دا چې تېرو شلو کلونو کې تاسې له امريکا غږ، بي بي سي، ازادي او نورو کفري لوډ سپېکرو او يا د تېر رژيم له چارواکو د علماؤ ستاينې او فضايل نه دي اورېدلي او فقط هغه اشخاص تاسې ته محترم او معزز معرفي شوي، چې ږيره بريت يې چټ پټ وهلي، سر تور سر، نيکټايي پر غاړه او پتلون پر ک… به ګرځېدل. د امريکا، کاناډا، سويډن، ايټاليا او جرمني قوانين به يې په يادو زده کړي وو، خو د اسلام له احکامو سره به بالکل نابلد وو. نو هغه ډول اشخاص د افغان ولس له عنعناتو، کلتور او جغرافيې سره هيڅ سمون نه درلود، هغوی له بهره تپل شوي وو.
د افغانستان ولس مسلمان دی، دلته علماء تر هر چا ډېر عزتمن دي، دلته هغه خلک مناسب دي چې ښايسته پټکی، ږيره، واسکټ او څادر ولري.
په لوړو چوکيو د ټاکل کېدو لپاره اسلام خپل شرايط لري، چې يو له هغو څخه ديني علم او تقوا ده، نو لوړې چوکۍ له علماؤ سره مناسبې دي، البته لاندې برخو کې به هر څوک له خپل استعداد او مسلک سره سم پر دندو ټاکل کيږي.
دا وطن ډاکترانو، انجينرانو، ساينس پوهانو، زراعت پوهانو، تجارانو او حتی نجار، ترکاڼ، موچي او نايي ته هم ضرورت لري، ټول قابل د قدر دي، هر يو ته يې په خپله برخه کې ډېر زيات محتاج يو. خو دا ومنئ چې د يو چا په عزت کې د بل توهين نشته. ټول يو تر بله درجه په درجه مقام او فضيلت لري.
ايا يو ډاکتر، انجينر او ملي تجار تر يو موچي او غريب کار ستر مقام نه لري؟!
همدغه شان علماء هم پر نورو برلاسي او د ستر مقام او فضيلت درلودونکي دي.
نو ګرانو ځوانانو!
پام چې د نورو بې دينو عناصرو په لومو کې ونه نښلئ، هغه بې دينان او ملحدين چې اصلاً اسلامي نظام نه شي زغملی، اوس رنګا رنګ پلمې او بهانې جوړوي، تبليغات او پروپاګند کوي او غواړي ستاسې او د علماؤ تر منځ واټن زيات او يو د بل دښمنان مو جوړ کړي!
بيدار اوسئ!
د دې وطن ټول وګړي د يو وړوکي کور مثال لري، دلته خويندې هم محترمې دي، وروڼه هم، زامن هم او لوڼې هم، خو ستر مقام بيا د والدينو دی، نو څرنګه چې د پلار په عزت سره د ورور بې عزتي نه کيږي، همدغه شان د علماؤ په عزت کې د هيچا بې عزتي او توهين نشته.
خدای مو په سمه لاره روان او عزتمن لره!
والسلام…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: