روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو موسسو غوښتي چې خپل کارونه بېرته پیل کړي

عزم(یک‌شنبه، ۲۱وږی، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا مسوولین وايي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو موسسو یې غوښتي چې خپل کارونه بېرته پیل کړي.

د روغتیايي کمېسیون مرستیالان مولوي محمد اسحاق صحاب او ملا فیض الله اخند وايي، د یادو موسسو له کارکوونکو سره یې لیدلي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

له روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو موسسو نه غوښتل شوي چې په روغتیايي مرکزونو کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.:«ټولو پلي کوونکو مؤسسو ته ډاډ ورکوو چې د بودیجې نشتوالي ننګونه به ژر حل شي او موږ په دې هڅه کې یو چې د مرسته کوونکو بنسټونو سره په همکاري دا ننګونه حل کړو.»

له یاد وزارت څخه په یوې بله خبرپاڼه کې ویل شوي، په کابل کې د روغتونونو له رئیسانو سره یې لیدلي او د کابل روغتونونو لومړیتوبونه، ننګونې، اړتیاوې، د قراردادي مؤسسو ننګونې، د کارکوونکو معاشونه، په روغتونونو کې د روغتیایي کار کوونکو شتون او په روغتیایي مرکزونو په اړه ورسره خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د روغتونونو ټولو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته ډاډ ورکړل شوی چې خپلو دندو ته حاضر شي او د معاش ستونزه به یې هم ژر حل شي.:«د سرچینو وېش په تړاو به یوه کمېټه جوړه شي ترڅو په روغتیایي مرکزونو کې موجوده سرچینې په عادلانه توګه ووېشل شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button