ملګري ملتونه سبا ته په جینوا کې د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړوي

عزم(یک‌شنبه، ۲۱وږی، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي«یوناما» وايي، سبا ته ملګري ملتونه په جینوا کې د افغانستان لپاره بشردوستانه کنفرانس جوړوي.

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د دوشنبې پر ورځ«سپټمبر پر ۱۳مه» په جینوا کې له هغه کنفرانس سره یو ځای شي چې د افغانستان له خلکو سره خپل یووالی په ډاګه او د دوی اړینو بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه دپام وړ ملاتړ ژمنه وکړي. :«د افغانستان ماشومان، ښځې او نارینه له لسیزو راهیسې له جګړو او محرومیت سره مخامخ دي. وروستیو پرمختیاوو ددوی اغېزمنتوب نور هم زیات کړی دی. سخته وچکالي راتلونکي کرنیز محصولات زیانمنوي او لوږه د لوړېدو په حال کې ده. د نغدو پیسو د عرضې په کمښت سره اقتصاد له رکود سره مخامخ دی.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانان په عاجل ډول خوړو، درملو، روغتیايي خدماتو، پاکو اوبو، حفظ الصحه او خوندیتوب ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو ادارو او غیرحکومتي همکارانو د ۶۰۶ میلیون امریکايي ډالرو د ترلاسه کولو لپاره تازه غوښتنه کړې چې د روان کال ترپایه ۱۱ میلیونه خلکو ته اړینه مرسته برابره کړي. :«نړیوال او افغان بشردوستانه سازمانونه په ډګر کې حضور لري او کولی شي په چټکو بدلیدونکو شرایطو کې مرستندوی خدمات وړاندې کړي. دوی ګړندي او انعطاف منونکي تمویل او د افغانستان په دننه او شاوخوا کې دوامداره لاسرسي ته اړتیا لري. د نړیوالې ټولنې چټک اقدام او ملاتړ ډیرمهم دی، ترڅو دا ډاډ رامنځ ته شي چې بشري مرستې افغانانو ته په چټکه توګه اساسي او اړین خدمات برابرولی شي. همدا په افغانستان کې د بشردوستانه وضیعت په اړه د اوچتې کچې د وزیرانو د ناستې موخه ده.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: