قطر: نړیوال دې له افغانانو سره ژر بشري مرستې وکړي

عزم(یک‌شنبه، ۲۱وږی، ۱۴۰۰ل): د قطر د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو غوښتي، چې هر څومره ژر کېدای شي له افغانستان سره دې ژر تر ژره بشري مرستې وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته ویلي، که دا ځل په افغانستان کې وضعیت خرابېږي، نو د دغه هېواد هېڅ ګاونډی به هم خوندي نه وي.

نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او په دې توګه د یوه پېښېدونکي ناورین مخه ونیسي.:« قطر او روسیې موافقه وکړه چې دې ته اړتیا ده چې د افغانستان د خلکو ملاتړ او ورسره سمدستي مرستې وشي. همدارنګه زموږ له نظره دې ته اړتیا ده چې بشري مرستې باید خپلواکې او په دې هېواد کې له سیاسي وضعیت سره تړلې نه وي.»

ده وویل، نړیوال دې سیاسي وضعیت ته له پام پرته له دغه هېواد سره مرسته وکړي او بشري مرستې دې نه مشروطوي.

په دغه خبري ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم وویل، له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو اړتیا ده.:«هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي، ډېر یو دردونکی بشري وضعیت یې رامنځته کړی چې کېدای شي له دې هېواده ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو د ورماتېدو سبب شي.»

د اشرف غني د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت سخت خراب شو او څو میاشتې وړاندې د اقتصاد وزارت ویلي چې په هېواد کې نږدې ۷۴سلنه خلک درې وخته ډوډۍ ته لاس رسی نه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button