طبي څېړنه: د مور غږ د ماشوم تکلیف او غم کموي

عزم (یکشنبه، ۲۱وږی ۱۴۰۰): د جینوا دولتي پوهنتون یو شمېر طبي ماهرینو له ایټالیوي څېړونکو سره په ګډه په «یونیورسټي اف ویلي ډې اوسټا» پوهنتون کې د ماشومانو او میندو د دوه اړخیزو اړیکو او یو بل ته د اړیتا په اړه څېړنه کړې ده.
دغه څېړنه چې ډیر وخت یې نیولی او په لړ کې یې ګڼې میندې او ماشومان تر څار او تحقیق لاندې نیول شوي، په پایله کې یې روښانه شوې چې ان د نوي زیږیدلي ماشوم له پاره هم د مور اواز تر بل هر چا زیات مهم دی.
د څېړونکو په باور: «د مور په غږ کې الله جل جلاله هغه ځانګړی کیف ایښی چې د بل چا په اواز کې نشته او همدغه غږ دی چې د ماشوم تکلیف او غم کموي».
دوی زیاتوي: د مور مینه، غږ او پاملرنه د ماشومانو له پاره یو فطري درملنه ده، چې د هغوی روحیات پیاوړي کوي.
طبي ماهرین وايي: «کله چې میندې د حمل دوران ته ورسیږي او وروسته ماشوم نړۍ ته راوړي، نو د بېلابېلو حرکاتو له امله ماشومان له یو شمېر طبي ستونزو او دردونو سره مخ وي، چې له امله یې ماشومان په حفاظتي وسایلو له هغې ډلې په انکیوبیټر کې ساتل کیږي؛ خو نوې څیړنې ښيي چې که په دغه وخت کې ماشوم د مور غېږ ته یوړل شي، ښايي درد او تکلیف یې کم شي».
څېړونکي زیاتوي: کله چې مور له ماشوم سره خبرې کوي؛ نو په هغه کې د اکسیټوسن هورمون اندازه زیاتیږي.
دغه هورمون له مور سره د ماشوم په مینه او نفرت کې کلیدي رول لري.
نو په همدې بنسټ که چیرې نرس یا قابله ماشوم له زیږون وروسته ژر د مور تر سینې ورسوي؛ نو د هغه د دردونو او تکلیفونو طبعي علاج به یې کړی وي.
باید وویل شي چې د جینوا او ایټالیا د دولتي پوهنتونو څېړونکو له دې وړاندې هم د مور او پلار په موجودیت کې د ماشومانو په روحي وضعیت، ویرې او ډاډ یو اوږد تحقیق ترسره کړی و.
د څېړونکو ډلې ویلي: اولادونه نه یوازې دا چې په پوخ سن کې د مور او پلار نیکې مشورې او خوږ غږ ته اړتیا لري، بلکې تر ټولو زیات په ماشوماتوب کې پاملرنې او د هغوی مینې ته اړ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button