د زړه ذربان شمېرونکی او څارونکی بنین جوړ شو

عزم (یکشنبه، ۲۱وږی ۱۴۰۰): د امریکا په ټیکساس ایالت کې د رائس پوهنتون ساینسدانانو یو داسې بنین اختراع کړی چې کولی شي ستاسې د زړه د حرکاتو او ذربان څار وکړي.
یاد بنین ته د «ذهین کمیس» نوم ورکړل شوی، چې په مسلسله توګه ستاسې د زړه حرکات شمېري.
د بنین جوړونکې ډله چې مشري یې یوه میرمنه کوي، اسوشیټېډ اژانس ته ویلي: «زمونږ ټیم د کاربن نینو فائبر په استعمال سره د زړه ناروغانو ته په کتو سره داسې بنین جوړ کړ، چې په اسانۍ سره به د هغوی د زړه ذربان او دربا محسوسوي او د شمېرولو وړتیا به یې ولري».
ویل کیږي چې دغه بنین له دوه کلنو هڅو وروسته جوړ شوی دی. نینولیټرز اونیزه چې په نویو څېړنو مقالې او راپورونو نشروي، لیکلي: «د بنین دننه د نینو کاربن لیکې په ډېر مهارت سره غځول شوې او برېښنا پکې تېره شوې ده، څو د زړه درزا وڅاري».
د اونیزې د خبر له مخې: د لومړي ځل له پاره دغه بنین په یو پوخ سنه سړي د ډیر وخت له پاره وازمویل شو، چې مثبته نتیجه یې ورکړه.
د بنین جوړونکي ساینسدانان وايي: یاد بنین له هر ډول جانبي عوارضو خوندي دی او د لا زیات عصري کولو هڅې یې پیلیږي.
دوی زیاتوي: که چیرې بنین ومینځل شي؛ نو بیا یې هم اصلیت له منځه نه ځي.
تر اوسه د یاد بنین بیه او بازار ته د خرڅلاو له پاره د وړاندې کولو کره نېټه نه ده څرګنده شوې.
د ویلو وړ ده چې هر عادي انسان په یوه دقیقه کې له ۶۰ نه تر ۱۰۰ پورې د زړه ذربان لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: