ایا پوهېږئ چې د نړۍ تر ټولو ښکلی او د لومړي مقام هوايي ډګر کوم اسلامي هېواد کې دی؟

عزم (یکشنبه، ۲۱وږی ۱۴۰۰): نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، هر هېواد د ټکنالوژۍ په مټ نوي، نوي ایجادات کوي.
د هسکو او ښکلو عصري ودانیو جوړول هم د پرمختللیو هېوادونو ترمنځ یوه نوې سیالي ده، چې په بېلابېلو ځایونو کې یې زور موندلی. څه موده وړاندې هندوستان په احمداباد کې د نریندرا مودي په نوم یو داسې کرکټ لوبغالی جوړ کړ، چې له ۱۰۰ زرو زیات خلک پکې ځایېدل او په دې سره د اسټرالیا د میلبورن لوبغالی د ۹۰ زره لیدونکو د ځایولو ریکارډ مات شو.
همداسې یوه سیالۍ هر کال د مخ پر ودې هېوادونو ترمنځ د ښکلو هوايي ډګرونو (ایرپورټونو) په سر هم وي؛ ایا تاسې خبر یئ چې سږ کال د نړۍ تر ټولو ښکلی او عصري هوايي ډګر په کوم هېواد کې و؟
ستاسې د ځواب له پاره باید ووایو چې د نړۍ تر بل هر هېواده زیات ښکلی هوایي ډګر د افغانستان په دوست اسلامي هېواد قطر کې دی.
حمادیه (حماد) هوايي ډګر هغه ځای دی چې خلک د لومړي ځل سفر له پاره پکې ښه سیر او سیاحت هم کولی شي.
که څه هم له یوې لسیزې راهیسې د سنګاپور چینګ ای هوايي ډګر د نړۍ ښکلی ډګر و؛ خو سږ کال ترې په ۲۰۱۴ کې جوړ شوی حمادیه هوایي ډګر مخکې شو.
یاد هوايي ډګر د خپلې عجیبه او ښکلې ودانۍ، پرمختللیو سهولتونو، غوره خدماتو او په عصري وسایلو سمبال پرسونل له امله د نړۍ تر ټولو غوره هوايي ډګر بلل شوی دی.
حمادیه ډګر د نړۍ تر ټولو ښه ترمینل، انتظارګاه، سکرینونه، انټرنېټ، روغتیايي ټیم، دوکانونه، مساج سنټرونه، صرافي، د یخې او ګرمې هوا بدلولو ماشینونه، رستورانت، ارام ځای او نور د لیدلو وړ ځانګړنې لري.
که څه هم تر ۲۰۲۰ کال پورې یاد ډګر د نړۍ ۳ بهترین هوايي ډګر و؛ خو د کرونا پر مهال غوره خدماتو یاد نړیوال هوايي ډګر تر بل هر ځای مخکې کړ.
ویل کیږي چې له حمادیه وروسته د ټوکیو هانیدا دوهم او د سنګاپور چیانګ ای دریم ځای لري.
هېره دې نه وي چې د حمادیه هوايي ډګر ودانۍ چې بیخي نوې او عجیبه ده؛ د HOK په نوم یوې کمپنۍ ډیزاین کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: