د روسي عسکر مړ ژواندې ښځه چې د ولادي میر پوتین مور شوه!

په دویمه نړیواله جګړه کې یو روسي عسکر په رخصتۍ خپل کور ته راغلو.
چې کلي ته ورسېد، ګوري چې یوه عسکري لارۍ له مړو ډکه ولاړه ده. هغه پوهه شو چې په کلي یې بمبار شوی.
ټرک د مړو په ټولنیز قبر کې د خښېدو لپاره د هدیرې په لور روان شو، عسکر په مړو نظر واچوه، ګوري چې د یوې ښځې د پښو بوټ د ده د ښځې په څېر و چې ده ورته اخیستي و.
ژر د کور په لور لاړو ګوري چې کور ړنګ پروت دی، بیرته په منډه د مړیو بار لارۍ په لور ورغی او عسکرو ته یې وویل: زه نه غواړم میرمن مې په اجتماعي قبر کې دفن کړم.
کله یې چې د میرمن جسد پورته کولو نو وپوهېد چې د میرمن سا یې لا چلیږي، ژر یې روغتون ته ورسوله او خدای وژغورله.
له هغې څو کاله وروسته هغه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو چې نوم یې پرې ولادي میر پوتین کېښود، څوک چې د اوسنۍ روسیې ولسمشر دی.

یادونه: دا کیسه د امریکا پخوانۍ خارجه سیکرټرې هیلري کلنټن پخپل کتاب “ستونزمن انتخاب” کې ذکر کړې ده.
په انځور کې ولادي میر پوټین او مور یې “ماریا ” وینئ.

ژباړه: ابراهیم ابراهیمي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button