اووه اختراعات (ایجادات) چې نړۍ یې بدله کړه!

نړۍ ورځ تر بلې د بدلون په حال کې ده، که ۲ پېړۍ وړاندې خلکو دا نه منله چې څه موده وروسته به انسانان په هوا کې الوځي؛ نو د ۲۰ پېړۍ په پای کې یې دا باور نشو کولی چې یوه ورځ به د انټرنېټ له لارې خلک له څو هېوادونو یوځای کانفرانس سره کوي، حال دا چې هغوی به خپلو کورونو او کاري ځایونو کې وي.
هو دلته نن سبا هر ناممکن سوچ د ممکن کېدلو په لور روان دی، چې له برکته یې د خلکو په ژوند کې بېلا بېلې اسانتیاوې رامنځته شوې. مګر نن به مونږ څو هغه اختراعات او ایجادات در وښايو چې د انسانانو ژوند یې یو مخ بدل کړ.

۱ــ چاپ ماشین:
کله چې انسانان د ډبرو له دورې راووتل او د حېواناتو په پوستکو، د نباتانو په پاڼو او لویو دیوالونو یې لیکل پیل کړل؛ نو د یو داسې دایمي شي په لټه کې شول څو د دوی لیکونه پرې د تل له پاره خوندي شي؛ نو په همدې پار یې د پاپیروس له پاڼو کاغذ جوړ کړ. د کاغذ جوړېدلو سره د چاپ ماشین جوړېدلو فکر پیدا شو او هماغه و چې یوهان ګوتنبرګ په ۱۴۵۶ کال کې د چاپ ماشین جوړ کړ او له هغې ورځې راهیسې د خلکو هغو تصور رښتیا شو چې پېړۍ پېړۍ وروسته به یې هم خلک د لاس اثار وویني. د چاپ ماشین د پرمختګ څو دورې ووهلې او نن سبا داسې ماشینونه هم شته چې په دقیقه کې سلګونه ورقې چاپوي.

.۲ــ موټر:
وګړیو تر ۱۸مې پېړۍ پورې تګ راتګ په حېواناتو له هغې ډلې په اسونو، اوښانو، خرو او کچرو کاوو؛ خو په ۱۷۷۰ کال کې فرانسوي انجنیر نیکلاس جوزف د بخار او تودوخې د تولید ماشین په مرسته یو لومړنی او ډېر ساده موټر جوړ کړ، چې دری پایې (ټایرونه یا دایرې) یې درلودلې. نوموړي یاد موټر ته یو جلو (شیترنګ) جوړ کړ او وتوانېده چې په یو ساعت کې ۶.۳ کیلومتره سرعت سره تلونکی موټر جوړ کړي. ننني دور کې د موټرو عصري بڼې شته چې په یو ساعت کې سلګونه کیلومتره مزل کوي او لسګونه ټنه وزن وړي.

۳ــ ویډیويي کامره:
که چیرې له ۱۸۴۵ کال نه وړاندې د کومې پېښې ویډیو لرئ نو باور مه پرې کوئ؛ ځکه له دې کال وړاندې کامره نه وه جوړه شوې او خلکو نشو کولی د څه شي ویډیو وکړي. په همدې کال د فرانسې رونالدز وتوانېده چې د ويډیو ثبت کوونکې کامره جوړه کړي. د کامرې راتګ خلکو ته د تاریخ ژوندي ثبتونه په میراث پرېښودل او نن سبا هر وګړی ان په خپل جیب کې یوه کیمره لري، چې هغه په موبایلونو کې پرته ده.

۴ــ موبایل:
پخوانیو وګړیو د لیکونو له لارې یو بل سره اړیکه درلودله او دغه اړیکه له دې امله ډېره پېچلې وه، چې لیکونه په ورځو ورځو او ان میاشتو یو تر بله نه رسېدل؛ خو په ۱۸۷۶ کال کې ګراهم بېل وتوانېده چې تیلفون جوړ کړي. د تلیفون جوړېدلو سره د لیکونو د لېږلو کلتور نیږدې ختم شو. د ګراهم بېل له ساده تیلفون وروسته نړۍ ته پرمختللي تیلفونونه او کوچني موبایلونه راغلل، چې د خلکو ترمنځ یې اړیکې ډیرې اسانه کړې.

۵ــ څراغ:
که چیرې مو څراغ نه درلود؛ نو ښايي ستر، ستر تجارتي مرکزونه، صنعتي فابریکې او بازارونه مو تر نیمې شپې پرانیستي نه وای لیدلي. اډیسیون لومړنی انسان و، چې په ۱۸۷۹ کال کې یې له زیاتو هڅو وروسته څراغ جوړ او نړۍ یې روښانه کړه. په اوسنۍ نړۍ کې د څراغونو زرګونه ډولونه شته چې لږ، منځنۍ او زیاته رڼا کوي او پر مټ یې خلکو ته ډیرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

۶ــ الوتکه:
له موټر وروسته الوتکه هغه څه و چې اوږده سفرونه یې نور هم اسانه کړل او انسانانو ته یې د دې توان ورکړ چې هوا کې د مارغانو په څير پورته شي او والوځي. رایټ برادرز (ویلبور رایټ او الیور رایټ وروڼه) هغه دوه انسانان و، چې الوتکه یې جوړه کړه. دوی دغه کارنامه په ۱۹۰۳ کال کې ترسره کړه او انساني ژوند ته یې یوه عجیبه اسانتیا په میراث پرېښوده. نن سبا د الوتکو ډیر ډولونه شته، چې نه یوازې په سفرونو کې ترې اخیستل کیږي، بلکې د جګړو، ترانسفورټ او سیارو ته د ختلو په برخو کې هم په کار وړل کیږي.

۷ــ انټرنېټ:
انټرنېت چې د شیطان ځاله هم ورته ویلی شو، د نننۍ نړۍ تر ټولو ښکلې اختراع ده؛ ځکه همدا انټرنېټ دی چې د خلکو اړتیاوې په کور کې ور رفع کوي. که پخوانیو وګړیو به د یو کوچني کار له پاره یو هېواد نه بل هېواد ته تګ کاوه؛ هماغه خلک نن له خپل کوره بل تن سره غږیږي او د یو بل اړتیاوې پوره کوي. همدا انټرنېټ دی چې مونږ یې پر مټ نورې نړۍ سره وصل یو، له خبرونو، تفریح او ډول ډول معلوماتو مو خبروي. خو ښايي ډېر کم خلک خبر وي چې انټرنېټ یوازې ۳۱ کاله تاریخ لري او د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۰ کې د نړیوالې شبکې په حیث رامنځته شوه؛ خو له هغې وړاندې یې هم ۳۰ کاله د یوې کوچنۍ دستګاه په صفت کار کړی دی.



ژباړه: خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: