د قطر د بهرنیو چارو وزیر له رئیس الوزراء او نورو چارواکو سره ولیدل

عزم نیوز (یکشنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۰): نن د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راورسېد او د وزیرانو د رییس په شمول یې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

د باختر اژانس د خبر له مخې، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د قطر د امیر مستشار محمد ابن احمد المسند د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند ترڅنګ د کابینې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره ولیدل. په لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني هم ګډون درلود.

په لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو، د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او له اسلامي امارت سره د نړېوالو پر تعامل خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت مشرتابه ټینګار وکړ چې د دوحې هوکړه یوه تاریخي لاسته راوړنه ده او باید ټول اړخونه ژمن ورته پاتې شي. د قطر د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیرمحمد بن عبدالرحمن د اسلامی امارت مشرتابه او ټول افغان ولس ته د فتحې مبارکي وویله او له افغانستان سره یې د ښو اړیکو پر دوام او دنړیوالو مرستو پر راجلبولو ټینګاروکړ.

دا د نوي حکومت تر اعلان وروسته لومړنی بهرنی وزیر دی چې افغانستان په رسمي سفر راځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button