بغلان کې سږ کال د خټکیو او هندواڼو حاصلات ډېر شوي

عزم(دو‌شنبه، ۲۲وږی، ۱۴۰۰ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په بغلان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ډېر شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بغلان ولايت د هندواڼو او خټکيو سږني حاصلات ۱۵۰ زره او ۴۰۰ مټريک ټنه اټکل شوي دي.: «سږکال د بغلان ولايت په اووه زره او ۵۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې او خټکي کرل شوي وو، چې ددغو کروندو حاصلات ۱۵۷زره او ۹۲۹ ټنو ته رسېږي. د بغلان ولايت د مرکزي بغلان، پلخمري او نورو ولسوالیو بزګرانو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د بزګرانو تجربې، نویو میټودونو او عصري وسایلو سره اشنایي او له اصلاح شويو تخمونوڅخه استفاده کول وګڼل.»

د خبرپاڼې له مخې، مرکزي بغلان، ډنډغوري، پلخمري او دوشي د بغلان ولايت هغه ولسوالۍ دي، چې تر نورو په کې د هندواڼو او خټکيو کروندې ډېرې دي.

د بغلان د کرنیزو چارو امر عبدالقهار ستاري وايي، د زیاتو هڅو وروسته مو وکولای شول تر څو مضرې حشرې له منځه یوسو. د خټکيو او هنداوڼو حاصلات یو ارګانیک تولید دی چې د دې ولايت بزګران په خپلو کروندو کې له يوريا او DAP کيمياوي سرو، د چرګانو پاتې شونې او کرنيزو درملو څخه ګټه پورته کوي.« د دې ولایت د هندواڼو او خټکيو رنګ د نورو ولایاتو سره ښکاره توپير لري، چې نسبت نورو ته ښه بازار لري.»

د بغلان ځايي بزګران هم له سږنیو حاصلاتو خوښ دي او زیاتوي چې د نورو کلونو په پرتله یې سږ کال زیاته کړې ده.

د بغلان ولایت د هندواڼو او خټکيو حاصلات تر ډېره ګاونډو ولايتونو او پاکستان ته صادرېږي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هر کال ټنونه تازه او وچې مېوې تولیدېږي، چې د کورنیو اړتیاوو سربېره یې ګڼې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: