د روغتیا نړیوال سازمان ۴۴ مټریک ټنه روغتیايي وسایل مزار ته لېږدولي

عزم(دو‌شنبه، ۲۲وږی، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په یوه الوتکه کې یې ۴۴ مټریک ټنه روغتیايي وسایل مزار شریف ښار ته لېږدولي دي.

یاد سازمان پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، دا مرسته به د ۲۸زرو هغو کسانو لپاره بسنه وکړي چې بېړنیو روغتیايي همکاریو ته اړتیا لري.

د یاد سازمان د خبر پر بنسټ، له دې مرستو به د روغتیايي وسایلو د لېږد هغه تشه هم ډکه شي چې له څو اوونیو راهیسې د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې محسوسه شوې ده.

له بل لوري د خوړو نړیوال پروګرام«W.F.P»ویلي، ډېری افغانستان له سختې لوږې سره مقابله کوي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې لوږه مخ په زیاتېدو ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، اوسمهال په هېواد کې ۹۳ سلنه خلک کافي خواړ نه لري او ډېرې کورنۍ له سختې ناچارۍ سره مخامخ دي.: «میندې او پلرونه یو وخت خواړه نه خوري او یاهم د لویانو پرځای یوازې ماشومانو ته ډوډۍ ورکوي اویا هم لږ خواړه خوري چې د بل وخت لپاره یې وسپموي. په هروڅلورو افغان کورنیو کې درې کورنۍ له دغو لارو چارو کار اخلي.»

د خوړو د نړیوال پروګرام د مسوولینو په خبره، په افغانستان کې ۲ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او ۱۴ مېلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.:«که چېرې موږ وغواړو چې د روان زېږدیز کال ترپایه خپل هدف ته ورسېږو ، نولازمه ده چې ۹ میلیونو خلکو ته د نومبر د میاشتې تر پایه خواړه برابر کړو. موږ د ۲۰۰ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې او یو شمېر هیوادونو د دغې مرستې د کولو وړاندیز کړی . خو موږ اوس ډېره هڅه کوو چې د اکټوبر په میاشت کې د دغو توکو د زېرمو د خلاصېدو مخه ونیسو.»

په پخواني حکومت کې د پراخ اداري فساد له امله هر کال په هېواد کې لوږه او د بې‌کارۍ کچه لوړې ده، چې له امله یې مېلیونونه افغانان له سخت حالت سره مخ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: