کرېکټ: د ۱۹کلنو کم عمره لوبډلې دویمه لوبه هم بنګله‌دېش ته وبایلله

عزم(دو‌شنبه، ۲۲وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې هم د بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو لوبډلې ماتې وخوړه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې توپوهنه پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۲،۳ اورونو کې ۱۰۱ منډې وکړې او د بنګله‌دېش لوبډلې ته یې د ۱۰۲ منډو هدف ورکړ.

په افغان توپ وهوونکو کې سباوون بنوري ۲۵ منډې او کامران هوتک ۱۸ ناسوځېدلې منډې وکړې  او د بنګله‌دېش په توپ اچوونکو کې نعیم الرحمن څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

بنګله‌دېش لوبډلې د ۲۳،۱ اورونو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د افغان لوبډلې هدف پوره کړ او په درې ویکټو یې بریا خپله کړه. د بنګله‌دېش په توپ وهوونکو کې موفجل الاسلام ۳۱ منډې وکړې او په افغان توپ اچوونکو کې اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني څلور او درې لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده، بنګله‌دېش په لومړۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: