د ماشومانو د خوندیتوب اداره: افغانستان سره د بېړنیو مرستو د دوام وخت دی

عزم(دو‌شنبه، ۲۲وږی، ۱۴۰۰ل): د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره«سېف د چلډرن» وايي، نړیوال باید افغانانو ته شا نه کړي، بلکې د دې وخت دی چې افغانستان سره بېړنۍ مرستې وشي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې ټول وګړي په تېره بیا ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نړیوال باید په دې برخه کې خپله همکاري ثابته کړي.

د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۵،۵ مېلیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که دا مرستې ونه‌شي، نو ښايي په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې د ماشومانو د سخت حالت له امله یې لا هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، څو وکړای شي چې له اړمنو ماشومانو او کورنیو سره یې بېړنۍ مرستې وشي، خو په دې برخه کې د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري.

له بل لوري ملګري ملتونه نن په جینوا کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړوي او تمه لري چې له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۰۰ مېلیونه ډالر بسپنه راټوله کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي، د افغانستان نیمايي وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوال سازمانونه باید له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: