د لوی ملا صاحب رحمه الله «پېشګویي» او د نړیوالو اعتراف!

محمد آصف آزاد

که د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی ویناوو او وړاندوینو ته پام وکړو، وبه وینو چې څرنګه یې هره وینا او هره پېشګویي او وړاندوینه کټ مټ رښتیا کیږي او رښتیا شوي. هغه که د امریکایانو لخوا د مذاکراتو د غوښتنې وړاندوینه وه، که د ا.ا لخوا د افغانستان د ولایتونو داسې ژر یو په بل پسې د نیولو وړاندوینه وه او که د امریکا د لېست و پای وخواته د تللو وړاندوینه وه. دا ټول حالات او تحولات د لوی ملا صاحب د شل کاله وړاندینیو وړاندوینو سره سم روان دي.
صلاح الدین صارم لیکي: “د مرحوم «لوی ملا صاحب» د فراست په اړه مفتي محمد تقي عثماني صاحب هم یادونه کړې، کله چې د علماوو په یوه هیئت کې کندهار ته تللی و او هلته یې ورسره لیدلي و، نوموړی وایي چې مرحوم ملا صاحب د خورا قوي فراست څښتن و. آن تر دې چې د امریکایانو په وړاندې د بیا متحد کېدلو، د قوي صف د راتلو او بلاخره په افغانستان کې د امریکایانو ماته او د هغوی له لوري د مذاکراتو غوښتنې او تور لېست د له منځه تللو وړاندوینه یې هم کړې وه.” دا ټولې وړاندوینې یې موږ نن رښتینې ثابتې شوې وینو. دلته به دې لیکنه کې د لوی ملا صاحب رحمه الله د دریو وړاندوینو؛ د ا.ا لخوا د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو داسې ژر او یو په بل پسې نیونه، د امریکا د لېست و پای و خواته په وړاندوینه د امریکایانو خپل اعتراف او د تور لېست اړوند د لوی ملا صاحب په وړاندوینه خبرې وکړو.

لوی تحول!
افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړۍ د لسګونو هېوادونو د ګډ یرغل په پایله کې په شاوخوا دوو میاشتو کې د ا.ا د ځواکونو له کنترول څخه ووت او یو په بل پسې یې سیمې او ولایتونه له لاسه ووتل چې بلاخره وروستۍ ولایت کندهار یې هم د ۲۰۰۱م کال په دسمبر کې له لاسه ووت. هغه وخت د بي بي سي خبریال، داود جنبش لوی ملا صاحب څخه پوښتنه کوي چې “په وروستیو څو ورځو کې د ډېرو ولایتونو کنترول ستاسې د ځواکونو له لاس څخه ووت، ګواکې تاسو بیا هم هیله مند یاست چې همدغه پوځي بریاوې بیا ترلاسه کړی؟!”
لوی ملا صاحب په ډېر اطمناني شکل ځواب ورکوي چې “لژ وخت بعده؛ داسې امیدوار یو لکه دا اوس دې چې ولیدله، بیا به دا بل تحول داسې وینې.”
هوکې، کټ مټ همداسې وشول. بلکې له هغې هم په چټک ډول داسې تحول رامنځته شو چې په یوولسو ورځو کې یې پر ټول افغانستان کنترول ترلاسه کړ. لکه څرنګه چې د لوی ملا صاحب دا وړاندوینه په هغه وخت کې ډېرو ته د حیرانتیا وړ وه چې څرنګه دا مشر د دومره لویو قوتونو په مقابل کې د مقاومت په پایله کې پر خپله بریا باور لري؛ همداسې یې نن هم نړۍ حیرانه کړه چې څه ډول داسې «تحول» رامنځته شو چې په یوولسو ورځو کې یې ټول افغانستان په خپل لاس کې راوست. څو ورځې وړاندې د برتانيې د پوځ مشر، جنرال سر نېک کارټر وویل، چې د طالبانو چټک پرمختګ او په لنډه موده کې د ټول افغانستان نيولو د ډېرو شنوونکو او کارپوهانو وړاندوينې ناسمې ثابتې کړې. نوموړی وایي چې د طالبانو د چټک پرمختګ له امله بايد وويل شي، چې د ډېرو کارپوهانو درک ناسم و او دوی نه پوهېدل، چې هر څه به دومره ژر بدل شي.

امریکا د لېست و سره څخه و پای وخواته!
لوی ملا صاحب رحمه الله له داود جنبش سره په همدغه مرکه کې یوه بله وړاندوینه هم کوي. دا وړاندوینه د امریکا ماته او د ملا صاحب رحمه الله په ژبه “د لېست و سره څخه و پای وخواته” تلل دي.
ملا صاحب ورته وایي: “زه درته وایمه، امریکا به د لېست د سره څه به ان شاءالله ووهل شي د لېست و پای وخواته، په یاد یې لره، پېشګویي ده لخېره سره، منې یې که نه یې منې، هغه ستا خوشه ده؛ بیا به هغه وخت سره ګورو.”
دا به هم هغه وخت ډېرو ته د منلو وړ نه ښکارېده، آن په وروستیو کلونو کې هم ډېرو ته د امریکا ماته خوب ښکارېده؛ خو لوی ملا صاحب یې پر ماته شل کاله وړاندې داسې باوري و، لکه دا نن ورځ یې چې هغه وخت کې لا په خپلو سترګو لیدله!
له خدایه زار شم، د لوی ملا صاحب رحمه الله پېشګویي یې دقیقه هم ثابته کړه او هم یې په امریکایي مشرانو دا اعتراف هم وکړ!
تاسو دلته وګورئ چې د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیر څرنګه کټ مټ د ملا صاحب په شل کاله وړاندینۍ پېشګویي اعتراف کوي.
د اګست په ۲۳مه د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو وویل: “امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې، او دغې ماتې زموږ نړیوال باور «صفر» ته را ټیټ کړ. نوموړی وایي، چې دا مهال امریکا د نړیوالو په وړاندې کوم اعتبار نلري او نه هم نړیوال دېته تیار دي چې په نیږدې وختونو کې پر امریکا باور او تکیه وکړي.”

الله اکبر!
لوی ملا صاحب هاغه وخت ویلي و چې امریکا به د لېست له سره د پای وخواته وهل کیږي؛ او نن پمپیو اعتراف کوي چې د امریکا نړیوال باور «صفر» ته را ټیټ شو.
دا یوازې د مایک پمپیو اعتراف نه دی؛ بلکې د نړۍ د مختلفو هېوادونو چارواکي او نړیوالې رسنۍ هم همدا اعتراف کوي. راځئ دلته یې ځینې بېلګې ولولو!

د سپتمبر لومړی نېته، د امریکا پخوانۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ: “جوبایډن امریکا په نړیواله کچه وشرموله او باید چې د خپل دې کار له امله استعفی ورکړي.”
نوموړي دا خبرې له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په طریقې باندې د نیوکو په ترڅ کې کړي.

د سپتمبر لومړی، نن ټکی اسیا لیکلي: “جو بايډن له افغانستانه «د ذلیلو وتلو» پړه پر پخواني ولسمشر ټرمپ او افغان پوځ اچولې.”
دا چې دا پړه پر چا اچوي، په هر صورت؛ خو په دې حقیقت خپله بایډن هم اعتراف کوي چې له افغانستانه یې «د ذلیله تېښته» کړې.

د سپتمبر ۴مه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زخاروا لیکلي: “له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو داسې په بیړه وتنه ښکاره کوي چې د ناټو د زوال وخت را رسېدلی او امریکا هم نور د یوه هدایت کوونکي په توګه په پخواني موقف کې نه ده. نوموړې ویلي چې «ناټو زوال په مطلقه توګه واضح دی» او د افغانستان په جګړه کې دومره ستړي شول چې د چورلکو په ګډون یې ټول تجهیزات هغو کسانو ته پرېښودل چې دوی یې پر وړاندې له همدې وسایلو استفاده کوله.”

د سپتمبر په ۴مه، د بریتانیا د دفاع وزیر، بن والاس له
سپیکټيټر نومي مجلې سره په خپله مرکه کې وویل: “د امریکا متحده ایالات نور یو زبر ځواک هېواد نه دی. نوموړی په ټینګار سره وایي چې، امریکا دې نور ځانته د زبر ځواک هېواد خطاب نه کوي، ځکه چې دغه هېواد آن د یوې ډلې! په وړاندې هم مقاومت ونکړای شو. نوموړی د امریکا د نه زبر ځواک بللو ترڅنګ وایي چې بریتانیا هم زبرځواک نه دی، خو قدرتمند دی.”

د سپتمبر ۷مه، د چین هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ ون بین: “په افغانستان کې د امریکا پښه ښویېدلې او نور نشي کولی چې پر نړۍ خپلې زور واکۍ ته دوام ورکړي. امریکا دې له خپلو تېروتنو درس واخلي او راتلوونکي کې دې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.”

د اګست ۱۳مه، Bild المانۍ ورځپاڼه: “د امریکا ولسمشر جو بایډن طالبانو ته په ګونډو شو.”

د اګست ۲۳مه، والسټریټ ژورنال: “امریکا په افغانستان کې شرمناکه ماتې وخوړه، او اوس موږ په داسې حال کې خپله کډه د امریکا په لور را بار کړې، چې د نړیوالو د خندا او مسخرو شوو. موږ باید د افغانستان تاریخ لوستی وی. اوس په ټیتو سترګو بېرته را ستانه شوو.”

د اګست ۲۵مه، په کاناډا کې د کیوبا سفیر، جوز فینا ویډال: “امریکا په افغانستان کې شرموونکې ماته خوړلې، نور باید درس واخلي او نور باید د دې پر ځای چې په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو او نورو آزادیو په نوم جګړې وکړي؛ ښه به وي چې خپلو چارو ته په سمه توګه رسیده ګي وکړي.”

د اګست ۲۶مه، د بلک واټر شخصي جنګي کمپنۍ مشر، ایرک پرینس:”په افغانستان کې تر ماتې او بې شرمانه تېښتې وروسته به پر امریکا هیڅوک اعتبار ونکړي. نړیوال به یې د متحد په توګه ونه مني او نه به یې پر ژمنو باور وکړي. د دې تمه نشته چې دا د بې باورۍ فضا دې دومره په اسانۍ له منځه لاړه شي.”

د اګست ۳۰مه، امریکایی مجله واشنګټن ایکزماینر لیکلي: “امریکا په افغانستان کې تاریخي او شرموونکې ماتې وخوړه، چې د زرګونو امریکایانو او متحدینو په وژل کیدو او د ټریلیونونه ډالرو په لګښت د نړۍ د تاریخ پر پاڼو ثبت شوه او دې تاریخ ته په پام امریکا باید بل هیڅ وخت داسې شرموونکي یرغل ته زړه ښه نه کړي.”

د لوی ملا صاحب رحمه الله یوه بله پېشګویي!
لوی ملا صاحب د تورو لېستونو، بندیزونو او جایزو د لېستونو د له منځه تللو پېشګویي کړې وه.
د قطر دفتر ځینو مشرانو په داسې حال کې سفرونه کول چې د امریکایانو لخوا یې نومونه په یادو لېستونو کې درج و. دا خپله د دې لېستونو د له منځه تللو/بې ارزښته کېدلو معنا لري.
د همدې روانې سپتمبر میاشتې په ۷مه نېټه د ا.ا نوې کابینه اعلان شوه او ډېر شمېر وزارتونو او لویو ریاستونو ته سرپرست وزیران او ریسان وټاکل شول. له دغو ټاکل شوو کسانو څخه شاوخوا نیمه یي شمېر یې د م.م د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.
د سپتمبر په ۹مه د ا.ا د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست وزیر په توګه محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله تعالی د معرفت غونډه ترسره او رسماً یې په دنده پیل وکړ. دا په داسې حال کې چې خلیفه صاحب حفظه الله د امریکا د اېف بي ای ادارې له لوري د تعقیب په موخه د نوموړي اړوند د اطلاعاتو په بدل کې لس ملیونه ډالره جایزه ټاکلې. په دې سره د جابرې او ترهګرې امریکا د بندیزونو او جایزو لېستونه بې ارزښته شول.
وړمه ورځ ښاغلي عبدالستار سعادت د امریکایانو د جایزو لېستونو ته په تمسخر لیکلي: “پته: کابل، د هوایي ډګر سړک غاړه، د کورنیو چارو وزارت، د وزارت مقام دفتر…
دا دی آدرس یې ما درکړ، راکړئ ۱۰ میلیونه…
سړی د کورنیو چارو وزیر شو؛ د معرفۍ پروګرام کې یې وینا وکړه او FBI یې «آدرس ورکوونکي» ته جایزه دوه برابره کړه.
نو څنګه به یې نیسئ چې تر واشنګټنه یې زغلولي یاست.”
دغه و د دوی د لېستونو، بندیزونو او جایزو بې ارزښته کېدل؛ او ان شاءالله ژر ده چې پر نړۍ د جبر لپاره د دوی ټول تړونونه او بندیزونه او لېستونه به همدغه شان بې ارزښته کیږي او له منځه به ځي.
ان شاءالله

الله تعالی دې په مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی بېشمېره رحمتونه نازل کړي، درجات یې لوړ کړي او د ده په مبارکو لاسونو د تأسیس شوي نظام ساتنه د ټولو شریرو له شره وکړي.
اللهم امین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: