ځمکه ګرده او کروي ده

پخوا خلګو فکر کاوه چې ځمکه پلنه او اوچته ده نو له دي کیله هغوي د لرې سفرونو څخه ویریدل تر څو د ځمکې په بل سر کې لاندي ونه لویږي. فرانس ډرایک لومړی سړی و چې په (۱۵۹۷) م کال کې د کښتۍ په وسیله د ځمکې په شا او خوا وګرځېد او دا ئې ثابته کړه چې ځمکه کروي او ګرده ده، د شپي او ورځي د را تللو په هکله قرآن کریم داسې فرمائې:

[سُوۡرَةُ لقمَان : 29]أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُولِجُ الَّيْلَ فِى النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِى الَّيْلِ.
(ايا ته نه وينې چي الله شپه په ورځ كي ننباسي او ورځ په شپه کې ننباسي)

د ننویستلو معنا داده چې د ورځې په تیریدو سره شپه راځي یعني ورځ په کراره کراه په شپه بدلیږي او شپه ورو ورو په ورځ بدلیږي، یعني ورځ د ځمکې د یوي لورې نه روانه وي او تر شا ورپسي شپه را روانه وي،دا حالت په هغه وخت کې کیږي چې ځمکه کروي او ګرده وي، که ځمکه پلنه او چته وي نو بیا به ورځ او شپه یو دم او ناڅاپي را تلله، د قران کریم د لاندي آیت شریف څخه هم د ځمکې کرويت معلومیږي.

[سُوۡرَةُ الزُّمَر : 5]خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ الَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى الَّيْلِ ۖ
هغه اسمانونه او ځمکه په حقه پيدا کړيدي. هغه پر ورځ شپه او پر شپه ورځ نغاړي.

په دي آیت شریف کې د عربي کلمې یکور څخه مراد یو په بل تاوول دي، لکه پر سر باندي چې بګړۍ تړل کیږي، شپه او ورځ یو پر بل هغه وخت تاوول کیږي چې ځمکه ګرده او کروي وي، ځمکه د توپ په شان ګرده او کروي نه ده بلکې په قطبینو کې ننوتي اوچته ده یعني د پياز د غوټي په شان ده، لاندي آیت شریف د ځمکې د شکل څرګندونه داسې کوي.

[سُوۡرَةُ النَّازعَات : 30]وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَآ
له هغه وروسته یې ځمکه غوړولې ده؛

د غوړولو لپاره چې کومه عربي کلمه (دحها) په کار وړل شوي ده د هغې مطلب دی د فیل مرغ هګۍ چې د هغې شکل د ځمکې د شکل سره ورته والي لري، قرآن کریم په سمه توګه د ځمکې شکل څرګند کړي چې کروي ده خو د قرآن کریم د نازلیدو په وخت کې عام نظر دا ؤ چې ځمکه پلنه او اوچته ده.

ماخذ: قرآن او نوي ساینس
مؤلف: ډاکتر ذاکر نائيک
ژباړه: محمود هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: