غزل: يو ورځ به عزرائیل په دروازې کوي ټک ټک

چې څومره مې په ژوند کې ثانیې کوي ټک ټک
هغومره مې په زړه کې اندېښنې کوي ټک ټک

تېر شوی عمر چا دی په فکرو را ګرځولی
يو ورځ به عزرائیل په دروازې کوي ټک ټک

چې څومره عمر تېر شي حرص، تمه شي هم زياته
بس هغه وخت خوښې وي چې پیسې کوي ټک ټک

ازاد ژوندون پوښتنه د هغو څخه نن و کړه
د چا چې په لاسو کې زولنې کوي ټک ټک

هم دا سپيکر انمه چې مسجد باندې ولاړ دی
په دې به دې اعلان د جنازې کوي ټک ټک

انم خان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: