له غوسې سره مرکه

انسان: ستړې مه شې، هر کله راشې استاذه، په لیدو دې نېکمرغه شوم!
غوسه: ته هم نېکمرغه اوسې، الله دې ښه ژوند درکړي. څه خو دې نه ويل!؟
انسان: غوښتل مې چې له تا نه وپوښتم: ولې تل يو انسان بل ته انسان ته ازغی وي او تل په غوسه وي؟
غوسه: لومړی بايد ووايم، چې زه تل «غوسه» نه يم، بلکې ډېر لږ او کله کله غوسه کيږم، خو زما جوش ډېر وي او موخه مې دا وي، چې انسان له خپلې اړتيا خبر کړم؛ خو هغه غوږ نه را ته نيسي او همدا لامل دی چې زما هيڅ ګټه نه ور رسيږي، پرته له زيانه. که چېرې انسان زما منلای، کله به هم نه غوسه کېدای.
انسان: زه اوس پوه شوم. ښه نو یا ستا له شتون څخه موخه څه ده؟
غوسه: زه د دې لپاره پيدا يم، چې پر حق وچلېږم او کومه لاره چې د حق خلاف وي، پر هغه غوسه کېږم او بده يې ګڼم.
انسان: په دې خو پوه شوم؛ خو زما پوښتنه داده، چې ته ولې په يوه وحشي او ناروا طريقه غوسه کېږې؟
غوسه: زه وحشي نه يم، بلکې انسان وحشت خوښوي. زه د زنګ مثال لرم. په انسانانو کې ډېر داسې وي چې زنګ خوښوي، ډېر ژر ورته له خوبه رابیداريږي او ګټه ترې اخلي. او ځينې داسې دي چې د زنګ په اورېدو غوسه کيږي. عاقل هغه دی، چې له ما نه ګټه واخلي؛ ځکه زه د انسان لپاره يو ستر ځواک يم، ما خپل نفس انسان ته وربښلی؛ د دې لپاره چې له ما نه ګټه واخلي او زه يې غوره ژوند ته ورسوم، په خپل ژوند کې د ځان لپاره د ګټې کار وکړي، خپل وخت ارزښتمن کړي، زده کړه وکړي او ما دې پريږدي چې خپل ځواک په خپل ځای وکاروم، ما بیا بيا ويلي، چې زما کار له حقه دفاع او د باطل له منځه وړل دي.
انسان: خوښ شوم، چې ستا په زړه پورې او ګټوره وينا مې واورېده. ډېر ښه دې پوه کړم. کور دې ودان. راتلونکی کې مو مه هېروئ.

سرچینه: د دوکتور عائض القرني له (لا تغضب = مه غوسه کېږه!)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: