الوتونکي ولې په پسرلي کې یو ځای او په ژمي کې بل ځای ته مهاجرت کوي؟

الوتونکو ته چا وویل چې پېښور هغې خوا ته او غزني دېخوا دی؟
د کابل الوتونکي چې منی پېښور یا مشرقي ولایتونو ته مهاجرت کوي او په پسرلي کې بیا راځي، نو دا ځالې او آدرسونه څوک ورښيي؟

ځواب:
په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د امریکا د متحده ایالتونو د کالیفرنیا د ټکنالوژۍ انسټیټوټ یوه څېړونکي د «جو کرشوینک» په نامه په پاساډینا (Pasadena) ښار کې دا نتیجه ترلاسه کړه چې د الوتونکو په مښوکو، د کبانو په پوزو او د انسان د مغز په یوه برخه کې مگنتیت (Magnetite / Fe3O4) په پراخه اندازه موجود دي.
رب العالمین په دغې ماده کې ډېر حساس خصوصیات ایښي دي، کرشوینک زیاتوي:
« الوتونکی د همدې مادې په مرسته د مشرق او مغرب، د شمال او جنوب او ان د خپل کور او ځالې آدرس پيدا کوي.»
په ساده اصطلاح د الوتونکو جي پي اس د هغوی په مښوکو، د کبانو هغه په پوزو او د انسان بیا په مغز کې وي.
دغه راز د شمالي کارولینا پوهنتون یو نوروبیولوژیسټ «کنت لومان» وايي:
« موږ سره وسایل شته؛ خو تر اوسه په دې پوه نه شوو چې یو دریايي او د اوبو کیشپ، په سلگونه کیلومتره واټن ووهي، هغه سر ته لاړ شي، بېرته راشي او ټیک خپل ځای پیدا کوي.»
دا آدرسونه څوک داسې دقیق دقیق ورکوي؟
دا خو د رب العالمین نظام دی، د جي پي اس وسیله د هغوی په بدن کې شته او په مرسته یې مسیر یابي ورته آسانه ده.

تمیم تکل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: