له قیامت وړاندې

رسول الله ﷺ فرمایي: له قیامت مخکې به خامخا فحاشي او زنا او بُخل ښکاره شي. امانتدار به خاین او خاین به امانتدار وګڼل شي.
“وعول” به هلاک او ختم شي او “تحوت” به ښکاره او رامیدان ته شي.
هغوی وویل: یا رسول الله! وعول او تحوت څه مطلب؟
هغه ورته وفرمایل: وعول د خلکو مخکښان او عزتمن خلک او تحوت هغه ټیټ درجه خلک چې هیڅوک یې نه پېژني او نه توجه ورته کوي.

قال رسول الله ﷺ: لا تقوم الساعة حتى يظهر الفحش والبخل ويخوُن الأمين ويؤتمن الخائن، وتهلك الوعول وتظهر التحوت. قالوا يا رسول الله وما التحوت والوعول؟ قال: الوعول وجوه الناس وأشرافهم، والتحوت الذين كانوا تحت أقدام الناس ليس يعلم بهم.
رواه ابن حبان والطبراني

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button