هغه صحابي چې د منافقینو لېست ورسره و!؟

د الله جل جلاله د خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ټول ملګري (صحابه کرام) د خپلو ځانګړنو له امله د تاریخ زرین مثالونه وو، که ابوبکر صدیق رضي الله عنه د رسول الله صلی الله تر ټولو نیږدې ملګری او خسر و، نو عمر رضي الله عنه ته بېا د انصاف له امله د فاروق لقب ورکړل شوی و، عثمان رضي الله عنه چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دوو پرله پسې لوڼو خاوند پاتې شوی و؛ نو ذوالنورین بلل کېده. علي رضي الله عنه ته د زمري لقب ورکړل شوی و او په همدې ترتیب هر صحابي د خپلې ځانګړنې له امله بېل، بېل لقب درلود؛ خو دلته به نن هغه صحابي در وښايو چې د رسول االله صلی الله علیه وسلم راز دار ورته ویل شوی.
حضرت حذیفه بن یمان رضي الله عنه کې درې داسې خصوصیات وو، چې هغه یې له نورو ممتاز کړی و.
لومړی: هغه ډیر ذهین و او تر ټولو سختې مسئلې به یې تر ټولو ژر حل کولې.
دوهم: ژر پوهېده او د هرې موضوع تل ته به ژر رسېده.
دریم: راز یې ساته، ان تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د منافقانو لسېت ورکړی وو.
په ټولو صحابه کرامو کې یوازینی کس حذیفه رضي الله عنه و، چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته د منافقانو نومونه ښودلي وو او په هغه یې ټینګار کړی و، چې دا راز باید وساتي، د منافقانو حرکات وڅاري او نظر پرې ولري؛ څو هغوی مسلمانانو ته کوم زیان و نه رسوي.
حذیفه رضي الله عنه د ژوند تر وروستیو دغه راز ساتلی و او په کومه جنازه کې به چې نوموړي ګډون و نکړ؛ نو د مسلمانانو دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه به هم نه ورتلو. عمر رضی الله عنه به تل له هغه نه په دې اړه پوښتل.
که څه هم عمر رضي الله عنه ته د فاروق لقب ورکړل شوی و او رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل، چې که په ما د نبوت سلسله تمامه نه وای؛ نو راتلونکی نبي به عمر رضي الله عنه وای. خو د عمر رضي الله عنه دا حال و چې له مړینې وړاندې یې حذیفه رضي الله عنه را وغوښت او له هغه یې وپوښتل چې زما نوم خو به رسول الله صلی الله علیه وسلم په منافقانو کې درته نه وي ویلی؟!
حذیفه رضي الله عنه ورته ډیر وویل، چې دا راز دی؛ خو اخیر له ډیر ټینګار وروسته مجبور شو، چې هغه ته یوازې دومره ووایي: اې د مسلمانانو خلیفه! ستا نوم پکې نشته.
له دې وروسته عمر رضي الله عنه د سکون ساه واخیسته.

ژباړه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button