دوه کوترې چې کلنۍ خرچه یې ۴۰۰ زره افغانۍ ده او له انسانانو زیات لګښت پرې کیږي

عزم (یکشنبه، ۲۸ وږی ۱۴۰۰): میټرو نیوز د دوو هغو کوترو (کبوترو) خبر خپور کړی چې له یو عادي انسان نه هم زیات لګښت لري او ډیره خرچه کوي.
ویل شوي چې دغه کوترې د یوې میرمنې له لوري په ډیرې عصري توګه ساتل کیږي.
د میټرو نیوز د راپور پر اساس: یادې کوترې هر کال ۴ زره بریتانوي پاونډه خرچه لري، چې نیږدې ۴۰۰ زره افغانو سره برابرې دي.
راپور زیاته کړې: د کوترو ساتونکې میرمن ۲۳ کلنه میګي هره ورځ په یوه پنجره کې دواړه کوترې پارک ته وړې او ډیر قیمت بېه خوراک ورکوي.
یادې کوترې په یوې ځانګړې المارۍ کې ساتل کیږي، چې ډیر نرم رخت پکې هوار شوی او د ګرمې او سړې هوا پر وړاندې متقابل غبرګون ښيي.
ویل کیږي چې میګي دواړه کوترې په (۴۰ او ۵۰) ډالرو اخیستې وې چې تر ساتلو وروسته یې اوس بیه ډیره لوړه شوې ده.
میګي میټرو نیوز ته ویلي: «زه مې له خپلو کوترو سره ډیره مینه لرم، زه هره ورځ ډول ډول حېوانات او الوتونکي مارغان وینم؛ خو له کوترو سره تر بل هر څه زیاته مینه لرم او همدې مینې اړه کړم چې هغوی ته د ځان په څیر خواړه ورکړم او ښه پام پرې وکړم».
د میګي په خبره: کوترو ته تازه هوا ورکوم او هر کال یې کالیزه هم لمانځم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button