بنده حیران، خدای مهربان

خط اول

د څه باندې پنځوسو هېوادونو لښکرې له خپلې خاورې وتلو ته تر مجبورولو وروسته، اوس افغانان په یوه ګوله ډوډۍ پسې حیران دي. کاریګر سهار له کوره وځي، ماښام تش لاسونه بېرته راستون شي، ځکه چې څوک دومره روپۍ نه لري چې ځان ته مزدور ونیسي. کاریګر بېچاره مجبوره شي چې د کور هستي ونیستي راوباسي او د څو پیسو لپاره یې خرڅه کړي.

دا ټول حالت پر موږ پردي اشغال راوست. اشغالګرو افغانانو ته خپل تېری په دې بهانه توجیه کاوه چې ژوند او اقتصاد به یې ورښه کړي. دوی افغانستان ته جعلي اقتصاد ورکړ، په تېرو شلو کلونو کې یې افغانانو ته ماهیان ورکول، خو د ماهي د نیولو چل یې ورونه ښود. له ځان سره یې زرګونه میلیاردونه ډالر راوړل، خو د خوار ولس په ګټه د مصرف پر ځای یا د هغو مسلکي غلو جېبونو ته ولاړل چې بهرنیانو پر افغان ولس مسلط کړي وو او یا هم مرسته کوونکو مؤسسو له ځان سره یووړل.

د خپل رژیم د سقوط په وروستیو شېبو کې هم مخکینیو چارواکو د بیت المال له غلا مخ وانه ړاوه او میلیونونه ډالر یې له ځان سره یووړل. لږ مخکې په پنجشېر کې د اشرف غني د مرستیال، امر الله صالح، له کوره ۶،۲ میلیونه ډالر راوایستل شول، او د افغانستان بانک ته له څه باندې شپږ میلیونه نورو هغو ډالرو سره وسپارل شول چې د نورو چارواکو له محلونو ترلاسه شوي وو.

د سپټمبر په ۱۳مه د ملګرو ملتونو په غونډه کې له افغانستان سره د شاوخوا ۱،۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنې وشوې. دا ښه اقدام دی، د افغانانو ځینې ستونزې به تر یو څه وخته حل کړي. خو د افغانستان اقتصاد به هغه وخت د ازدهار په لور روان شي چې مجبورو افغانانو ته د ماهیانو (مرستې) د ورکړې ترڅنګ، هغوی ته د ماهیانو نیولو چل (د کنګل شویو زېرمو ازادي او د هېواد دننه پانګونې ته د لارې برابرولو شرایط مساعدول) هم وښوول شي.

په دې حساسو حالاتو کې افغانانو ته حوصله بایلل پکار نه دي – په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د هیله من کېدو لپاره زیات دلایل شته. افغانستان چې د نیمې نړۍ له یوه وژونکي یرغله سرلوړی راووت، له اوسني خراب اقتصادي وضعیته به هم بریالی وځي. بنده حیران، خدای مهربان دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button