غزل: شلیږي ځنځیرونه به یو شرنګ سره

خدای دې ویښ کړي دا ځل له دې جنګ سره
لرو بر امـت زمونـږ له څنـګ سره

بیا چې دا ویدۀ کلی یو ترپ وکړي
زمونږه د ملا اذان له کړنګ سره

روح د ازادۍ پوکي مریانو کې
شلیږي ځنځیرونه به یو شرنګ سره

نور به د پردیو فرمایش نه وي
نه به د پتلون راج وي نه لنګ سره

څوک وایي مؤمن به وي افغان به وي
ناڅي چې د بل ډول له هر ډنګ سره

تښتئ اې ناولیو نور ایسار نه شئ
وړئ دیموکراسي مو بنګ و چنګ سره

څه شو منتخب او ګډې موخې یې؟
شل کاله دروغونه رنګ په رنګ سره

نه مني غلجي د بل راج نه مني
خپل دین و رواج غواړي غورځنګ سره

مولوي فاروق غلجی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button