طالب منسوبینو ته د ملي دفاع وزیر مهمې سپارښتنې کړې

عزم :۱۴۰۰تله ۱
نن د افغانستان د ا.ا.ا د ملي دفاع چارسنبالي وزیر مولوي یعقوب مجاهد یوه غږیز پیغام کې ټولو طالب منسوبینو ته مهمې اصلاحي سپارښتنې وکړې او هغوی په چارو کې انسجام او خپلمنځي اتفاق ته راوبلل.
نوموړي ویلي ،ټول طالب مسؤلین دې خپلې ډلې له بې بندوباره خلکو تصفیه کړي او خبرداری یې ورکړ چې که کوم مسؤل د خپلې ډلې د غټولو لپاره نورو خلکو ته په صف کې ځای ورکړ ،سخته سزا به ورکړي.
«خائنین د تیرې ادارې مجرمین، اربکیان اوبیکاره خلکو له ځان سره ګرځولو او مرکزونو ته بوولو څخه جداً پرهیز وکړئ»
مولوي یعقوب دغه راز طالب منسوبینو ته خطاب کې ویلي چې باید هرځای دمشرانو او دولتي ځایونو عکاسي اوویډیوګانې ونکړي.

دفاع وزیر دغه راز طالب منسوبین له بیباکیو او بې بندوباره کړنو ،نا موجه ګشت وګذار او نورو ناروا کړنو هم راګرځولي ؛ هغوی یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي او غږ یې پرې کړی چې د بیت المال رینجرو او موټرو کې بیځایه منظرو اوچکرونو نه ځانونه بندکړي.

دفاع وزیر همداراز طالب منسوبینو ته لارښوونه کړې چې باید د خپلو هغو مشرانو چې تر قوماندې لاندې یې جهادي مبارزه مخته وړله، د پریکړو توهین او مخالفت ونه کړي
نوموړي ددې ترڅنګ ویلي،په داسې حال کې چې دښمن “مقابل لوري” ته عمومي عفوه شوې،نو باید طالب منسوبین یې هم په نښه نکړي “که چا له یادو کسانو سره شخصي ستونزه درلوده ،د محاکمو له آدرسه دې ورسره حل کړي،کنه نو، څوک پرچا د برید حق نه لري”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button