که زه باچا وای…!

ليکنه: مولوي فاروق غلجی
دا مقوله زياتره له ماشومانو اورېدل کيږي، خو څرنګه چې کوچنيان تر يوه حده نازولي وي، نو که غوښتنې يې ډېرې هوايي او نا معقوله نه وي، مشران يې هم ورسره مني.
ځکه خو اوس کله کله لويان او سپين ږيري هم ان د نظام واکمنو ته هم خپل وړانديزونه په همدغه لهجه اوروي او هيله من وي چې ګوندې چارواکي يې خبره واوري او غور پرې وکړي.
د مثال په ډول يو سپين ږيری وايي: که زه باچا وای، نو د ټول افغانستان دا شاړ ډاګونه به مې مثلاً لس لس جريبه کور په کور وېشل. په دې توګه به هر سړي هم کور موندلی ؤ، هم کرونده، هم به يې خپله مصرفي غله دانه تر لاسه کوله او هم به يې له خپلې اړتيا سره سم مال او څاروي پکې روزل، چې له خوراک سربېره ان د سونګ مواد به يې هم ورڅخه تر لاسه کول.
بل وايي؛ نه، دغه څه کوې؟ که زه د طالبانو پر ځای وای، ما به په وارداتي توګو کې هيڅ غير ضروري شی هېواد ته نه ؤ راپرېښی، يا به مې ښه دروند محصول پرې لګولو. بيا به تا ليدلي ؤ چې په يوه کال کې څومره پيسې زموږ هېواد ته راسپميږي.
بل وايي: زما په خيال تر هر څه اسانه او ړومبی کار به دا وي چې پر معدنياتو کار وشي، قېمتي زېرمې راووېستل شي او د صادراتو له لارې پرېمانه پیسې وګټو.
يو بل انجنير مزاجه سړی وايي: اې ساده ګانو! تاسې چې برق ونه لرئ، نو دا د زراعت او معدنياتو کارونه ټول په لاس تر سره کېدای شي؟ قسم ګناه ده که زه خو باچا وای اول به مې له خپلو سيندونو او خوړونو دومره برق درته جوړ کړی وای، چې ان پنجابيانو به سوالونه درته کول!
يو بل په بدۍ او تربګنۍ اخته سپين ږيری بيا وايي: دغه کارونه واړه ښه دي، خو پوښتنه دا ده چې که تاسې يو کافي شمېر ساتونکي عسکر ونه لرئ، نو باوري اوسئ چې هيڅوک به مو هم خپلې يوې هيلې ته هم پرې نږدي. او پوځ همدغه سيي دی، کوم چې له پنځوسو پرنګي لښکرو يې خپل هېواد آزاد کړ، البته پالنه، روزنه، او سمبالښت غواړي. خو دا هم ياد ساتئ چې پوڅ يوه مصرفي اداره ده، چې کومه نغده ګټه نه شي راکولای، نو ښه به وي چې په نوکريوالي سره ځينې خدمتونه هم ترې واخيستل شي، لکه د لارو، بندونو او ويالو په جوړولو کې لکه چې د پخوانيو باچايانو طريقه وه.
په آخر کې يو بل نېستۍ ځپلي سپيږ ږيري خپل ارمان داسې څرګند کړ: ياره که زه باچا وای، همدې را روان اوړي کې مې د غنمو په دوډۍ مړولئ. تاسې نه واياست چې څنګه دومره ژر؟
هغه داسې چې سر له ننه مې کروندګرو ته امر کاؤ، چې ګورئ چرس، کوکنار، تمباکو، زعفران، ينجه، مرخېړي او داسې نور غير ضروري شيان به نه کرئ. ټول به غنم کرئ، تر څو له هر څه ړومبی د خوراک له درکه پر خپل کور بسيا شو. نو کله چې خلک مې په ډوډۍ ماړه کړي وای، بيا مې راتلونکي کال کې هر ځای د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره ډنډونه جوړول. د عام ولس له اشر نه را نيولې، چې په سر کې به يې اړوند چارواکي هم روان وي، بيا تر لويو پخو بندونو او له ساده کاريګرو بيا تر ماهرو انجنيرانو پورې به دې کار ورو ورو پرمختګ کاؤه او په دې ډول به مو خپلې ټولې اوبه ښې ګټورې کارولې وې.
خو ارمان؛ چې زه باچا وای…!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button