څو شېبې د هند د فاتح پر مزار…!

لیکنه:ضیاءالحق (حسان)

له مودو مو په زړه کې دا ارمان او هیله وه چې د هند دفاتح سلطان محمود غزنوی رحمه الله مزار ووینم خو دا ارمان مو ځکه نیمګړي پاته ؤ، چې زموږ حریم له دوه لسیزو راپه دیخوا د وخت دفرعون له خوا اشغال شوی ؤ. بلاخره د هیواد د ازادۍ وروسته داسې مهال د ده روضې ته ورغلو چې اسلحې راسره او دحریت سپینو بیرغونو د غزنی د ښار ښکلا دآسمان کنارو ته دنګه کړې وه.
مزار ته وردننه شولو د سلطان صاحب له سر سره څوشېبې دمه شوم د هیواد دفتحې مبارکي می ورته ډالۍ کړه.
په اوښکو کې می ورته وویل دامپراتوریو ماتؤنکیه! زیري می درباندې بچو دی ستا په پله قدم کیښود تا که دسومنات بوتان په ځمکه راوپرځول بچودی د لوی رب په نصرت د وخت فرعون د غرور له آسمان په ځمکه راوپرځولو.
د سلطان صاحب مزار ځانګړی کیف لرو د غزا او جهاد احساس یی سړی کې ژوندی کولو.
اوس یی له مزار ګیر چاپیره غازیانو احاطه کړی وه د مزار ترڅنګ مسجد کې یی ډلې ډلې خلکو په داسی حال په جمعه باندې لمنځونه ادا کول چې داسلام په دفاع کې یی سینې سپر کړی وی او سلطان صاحب ته به یی د دعاء په تکل لاسونه لپه کړی ؤ.
سلطان صاحب چې په۳۶۱ هــ ق کې پیدا شوی په ۳۸۷ هـ ق کال کې بادشاه او د ۴۲۱ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۲۳ د پنجشنبې په ورځ وفات شونوموړي داسی کارنامې دتاریخ پاڼو ته سپارلې چې نه تنها دافغانستان بلکه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ویاړ دی راتلونکی نسلونه به پری ویاړی او د سرښندنو دلارې بل مشال به وی.
روح یی ښاد او مزار یی له انوارو ډک.
رحمه الله رحمتاً واسعاً.
امین یارب العلمین.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button