د پنجشېر ”مقاومت“ دوشنبې ته نقل شوی او رهبري یې خپلمنځي اختلافات لري: فایننشل ټایمز

عزم نیوز (چارشبنه، ۰۷ تله، ۱۴۰۰): فایننشل ټایمز ورځپاڼې د سپټمبر په ۲۸تمه لیکلي چې د احمد مسعود او امرالله صالح ”مقاومت“ اوس له پنجشېره د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته نقل شوی او له هغه ځایه خپل راتلونکي اقدام ته چمتووالی نیسي.

رسنۍ لیکلي، د پنجشېر د ”مقاومت جبهې“ مشر احمد مسعود، د مخکیني کابل رژیم د مشر مرستیال امر الله صالح، د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام او یو شمېر نور چارواکي اوس د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې اوسي او هڅه کوي چې د هېواد داخل کې د جګړې لپاره د بهرنیانو ملاتړ راخپل کړي.

فایننشل ټایمز وايي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پنجشېر له ”مقاومت“ سره نږدې اړیکې لري، او د اسلامي امارت د تیرې واکمنۍ په څېر یې یو ځل بیا باغیانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې تاجکستان د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي، خو تاجکستان بیا وايي چې په افغانستان کې د مېشتو تاجکانو او له افغانستانه تاجک خاورې ته د ګواښ پېښېدو په تړاو اندېښنې لري.

عبداللطیف پدرام یادې رسنۍ ته ویلي چې دوی له روسیې د مرستې هیله لري او ټاکل شوې چې تاجک ولسمشر له ویلادیمیر پوتین سره په یوه راتلونکې غونډه کې دا موضوع مطرح کړي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان طبیعي ذخایر ښايي مسکو د دوی مرستې ته وهڅوي، ”دا یوه اقتصادي جګړه هم ده. روسان له موږ سره د خدای لپاره مرسته نه کوي، خو د خپل اقتصاد لپاره به یې راسره وکړي“.

د ملي کنګرې ګوند دې تښتېدلي رییس همداراز ویلي چې دوی ”په یوه میاشت کې دننه د طالبانو پر ضد د رسمي مقاومت د اعلان پلان“ لري.

د راپور په پای کې راغلي چې د پنجشېري ملېشو د رهبرۍ په منځ کې اختلافات روان دي ځکه چې احمد مسعود او عبداللطیف پدرام له امر الله صالح سره د یوځای کار کولو په تړاو زړه نازړه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: