”سي آی اې تر شل زره زیات افغان ایجنټان او د هغوی کورنۍ له افغانستانه ایستلې“

عزم نیوز (جمعه، ۹ تله، ۱۴۰۰): واشنګټن پوسټ د اکتوبر په اوله لیکلي چې د امریکا استخباراتي ادارې له افغانستانه خپل تر شل زره زیات ایجنټان او د هغوی کورنۍ ایستلې دي.

د کالم لیکوال، ډیويډ اګناټیوس، لیکلي، په افغانستان کې دنده ترسره کوونکو دوو استخباراتي افسرانو ورته ویلي چې CIA له افغانستانه خپل تر ۲۰۰۰۰ زیات ایجنټان او د هغوی کورنۍ ایستلې دي. پخپله سي آی اې د دې ارقامو په اړه له غږېدو انکار کړی دی.

اګناټیوس لیکي، د سي آی اې افسران لومړني امریکایان وو چې د سپټمبر د یوولسمې تر پيښې وروسته د افغانستان پر خاوره کښته شول، خو افسران او افغان ایجنټان یې وروستي کسان وو چې له افغانستانه ووتل ځکه د نورو خلکو په انخلاء کې یې مرسته کوله.

لیکوال وايي، د سي آی اې ایجنټان د تروریزم-ضد تعقیبي ټیمونو په نوم یادېدل او د افغانستان په جنوب او ختیځ کې یې فعالیت درلود، چې قومانده یې د سي آی اې د افسرانو په لاس کې وه.

پورته یادو شویو دوو سرچینو لیکوال ته ویلي چې د سي آی اې ځینو افغان ایجنټانو د تخلیې پر مهال د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت ساته، او ځینو یې له هوايي ډګره بهر پټ عملیات ترسره کول، کله ناکله به د ټکسي چلوونکو په رول کې وو څو هوايي ډګر ته له بهره امریکایان راورسوي.

اګناټیوس زیاتوي، د سي آی اې د افغان ایجنټانو د راټولېدو یوه نقطه د شاهین/عقاب بېس و، چې د کابل له نړیوال هوايي ډګره په درې میله فاصله کې پروت و. په کندهار کې د سي آی اې افغان ایجنټان عین هغه وخت د یوې الوتکې په وسیله وژغورل شول چې طالبانو د هوايي ډګر دروازه ماته کړه او ورننوتل. نور ګروپونه له خپلو کورنیو سره یوځای د ځمکې له لارې کابل ته راورسېدل. بېس ته تر رارسېدو وروسته ایجنټان او د هغوی کورنۍ هوايي ډګر ته انتقالېدې، زیاتره وخت به دا چاره د چورلکو په وسیله ترسره کېده.

لیکوال وايي، د سي آی اې دې ایجنټانو د اګست په شپاړسمه تر هغه وروسته چې یو شمېر افغانان د الوتکو په ځغاستلیکه کې راټول شول او پروازونه یې له خطر سره مخ کړل، افغانان له ځغاستلیکې پر شا کړل. دوی همداراز هوايي ډګر ته د څو پټو دخولي دروازو امنیت هم ساته.

ډیويډ اګناټیوس د خپل کالم په پای کې لیکي، ”د جاسوسي کیسې عمومًا ښه پای نه لري، او دا کیسه هم همداسې ده. که څه هم د تخلیې قهرماني یو ویاړ دی، خو کابل اوس د طالبانو په کنټرول کې دی، او ګڼ شمېر نجیب افغانان په خپلو کورونو کې خپل ځان بندیان احساسوي“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button