د کمال خان او شاه و عروس بندونو پاتې چارې به ژر بشپړې شي

عزم(دوشنبه، ۱۲زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د کمال خان بند او شاه و عروس بندونو پاتې چارې به ډېر ژر بشپړې شي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولا عبدالطیف منصور مسوولینو ته ویلي، چې د دې بندونو پاتې چارې دې ژر بشپړې شي.

د خبرپاڼې له مخې، د قراردادي شرکتونو مسوولینو ویلي چې د کمال خان بند چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او د برق د تولید دستګاه ټول وسایل سیمې ته رسېدلي او انسټالین چمتو دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د شاه و عروس بند پر وړاندې لا هم ځینې ستونزې او ننګونې شته چې چارواکي باید ورته پام وکړي.

د يادونې وړ ده چې د‌کمال خان او شاه عروس بندونو پروژې د اوبو او بريښنا وزارت د لويو پروژو څخه دي، چې په هيواد کې د اوبو مديريت او انرژۍ تولید په موخه جوړې شوې دي، چې يو اندازه کارونه دبرق توليد وسایلو انسټالیشن او د بند ساحې پاکارۍ په برخه پاتې دي او ډير ژر به تکمیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button